د پاسپورټ ریاست: تر درې میلیونه زیات پاسپورټونه د چاپ په حال کې دي
د پاسپورټ ریاست د ۷۱۴زره پاسپورټونو د وېش او له دغه مدرکه د څه باندې ۴میلیونه افغانیو عوایدو د راټولولو خبر ورکوي او وایي، تر راتلونکې یوې میاشتې په ورځنۍ کچه د پاسپورټونو د وېش شمېر له ۴زره څخه ۱۰زرو ته لوړوي.









