Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

بلخ کې تېر کال څه باندې سل زره ټوکه پاسپورټونه وېشل شوي

مزارشریف (پژواک، ۲ غویی ۱۴۰۴): د بلخ ځایي مسوولین وایي، تېر ۱۴۰۳ لمریز کال یې په دغه ولایت کې شاوخوا سل زره ټوکه پاسپورټونه وېشلي او څه باندې ۴۰۰ بهرنیو وګړو ته یې ویزې ورکړې دي.

د بلخ ولایت د پاسپورت مدیریت مرستیال عصمت‌الله عاصم پژواک خبري اژانس ته وویل، تېر لمریز کال کې یې شاوخوا سل زره پاسپورټونه وېشلي او له دې درکه یې پنځه‌نیم میلیونه افغانۍ عواید ترلاسه کړي دي.

هغه وویل: «د بلخ مدیریت له ۱۴۰۳ څخه ۱۴۰۴ کال پورې شاوخوا یو لک، سل زره پاسپورټونه وېشلي دي او له دې درکه څه باندې ۵۵۰ میلیون افغانۍ عواید هم ترلاسه شوي دي.»

عاصم وویل، دغه مدیریت د پاسپورټونو د وېش سربېره ۴۱۱ بهرنیو وګړو ته ویزې هم ورکړې دي.

هغه زیاته کړه، د پاسپورټونو د وېش برخه کې هېڅ ډول خنډ او ځنډ نشته او د دغه ولایت اوسېدونکي کولی شي په خپل وار سره پاسپورټونو لپاره په اسانه توګه فورمې ډکې او د پاسپورټ غوښتنه وکړي.

ورته مهال، د دغه ولایت اوسېدونکي هم وایي چې د تېرو کلونو په پرتله اوس د پاسپورټونو وېش برخه کې اسانتیاوې رامنځته شوې دي.

د یادونې ده چې د سرپرست حکومت د واکمنۍ په لومړیو کلونو کې د پاسپورټ ترلاسه کولو میاشتې وخت نیوو خو دا مهال خلک په لنډه موده او یا هم څو ورځو کې پاسپورټ ترلاسه کولی شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.