ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ځینو کسانو د ناروغۍ په جعلي اسنادو پاسپورټونه اخیستي دي

ځینو کسانو د ناروغۍ په جعلي اسنادو پاسپورټونه اخیستي دي

author avatar
2 Jan 2022 - 18:55
ځینو کسانو د ناروغۍ په جعلي اسنادو پاسپورټونه اخیستي دي
author avatar
2 Jan 2022 - 18:55

کابل (پژواک، ۱۲ مرغومی ۱۴۰۰): د پژواک موندنې ښیي چې د پاسپورټ د وېش په لړۍ کې د ځينو بندیزونو په تعقیب یو شمېر هغو هېوادوالو چې ناروغان نه دي د پاسپورټ ترلاسه کوله په موخه د پیسو په بدل کې د ناروغۍ سندونه اخیستي دي.

د یادونې ده چې په افغانستان کې تر سیاسي بدلون وروسته د پاسپورټونو وېش وځنډېد، خو دغه لړۍ د نوي نظام تر جوړېدو وروسته د تلې په ۱۳ مه کابل کې بېرته پیل شوه.

د پاسپورټ عمومي رییس علم ګل حقاني هغه مهال ویلي و چې پاسپورټونه به یوازې ناروغانو، دولتي کارکوونکو او هغو ورزشکارانو ته چې عاجله اړتیا ولري ورکول کیږي.

هغه خلک چې د ناروغۍ په جعلي سند یې پاسپورټ اخیستی

خو د پژواک موندنې ښیي چې ځينو هېوادوالو کمېشنکارانو ته د پیسو د ورکولو په بدل کې د ناروغۍ اسناد جوړ کړي او د هغه په اساس یې پاسپورټ اخیستی دی.

د کابل ښار د کارته پروان یوې اوسېدونکې زلیخا (مستعار نوم) وویل:«کله چې د پاسپورټونو د وېش لړۍ پیل شوه ومې غوښتل خپل مور او پلار ته عاجل پاسپورټ واخلم، خو د پاسپورټ رییس اعلان وکړ چې یوازې مریضان کولای شي فورمې واخلي، ما چې له کوم بهرني سره کار کاوه ټينګار یې درلود چې باید پاسپورټ ولرم اړه شوم په جمهوریت روغتون کې یوه کمېشنکار ته مراجعه وکړم.»

هغې په لس زره افغانۍ ځان، مور او پلار ته د ناروغۍ درې سندونه جوړ کړل او د هغه په اساس یې د پاسپورټ د وېش په لومړیو ورځو کې پاسپورټ واخیست.

نوموړې ونه غوښتل چې د کمېشنکار نوم افشاء کړي خو ویې ویل چې د کابل د جمهوریت روغتون د منابع بشري کارمند دی.

د هغې په خبره، ځينو دوستانو یې ورته ویلي و چې د عامې روغتیا وزارت د روغتیایې قوانینو ریاست کې هم د مریضۍ جعلي اسناد جوړیږي.

یوه هېوادوال چې یې نه غوښتل نوم یې په راپور کې خپور شي پژواک ته وویل، په اوسنیو شرایطو کې هر ډاکټر د مریضۍ اسناد ورکوي.

هغه زیاته کړه چې په علي اباد او وزیر اکبر خان روغتونونو کې ډاکټران شته چې د پیسو په بدل کې د ناروغۍ جعلي اسناد جوړوي او له یو شمېر کمېشنکارانو سره اړیکي لري په ټولو خلکو اعتماد نه کوي.

نوموړي د پژواک خبریال ته وویل چې ډاکټران او کمېشنکاران په خواله رسنیو کې حضور لري د خلکو پیغامونه ویني اول له هغوی سره اړیکه نیسي.

د کابل یوه اوسېدونکي غلام دستګیر چې د بلخ له یوه روغتون څخه یې د ناروغۍ سند ترلاسه کړی وویل، دوه ځلې مې د پاسپورټ ریاست ته مراجعه وکړه خو ونه توانېدم چې د پاسپورټ د عمومي ریاست مسوولین ووینم او د دروازې له شا بېرته شړل شوی یم.

هغه زیاته کړه، زه اړ شوم چې د مریضۍ اسناد تر لاسه کړم او د هغه په اساس پاسپورټ واخلم.

نوموړي د دې پوښتنې په ځواب کې چې څرنګه یې د مریضۍ جعلي سند ترلاسه کړی وویل، دغه سند یې خپلوانو په بلخ کې تیار کړی او ده ته یې را لېږلی.

د هغه په خبره، د ناروغۍ سند له پیداکېدو وروسته یې پاسپورټ ته مراجعه کړې چارواکو یې احکام ورکړي او د پنځو ورځو په موده کې یې پاسپورټ تر لاسه کړ.

د کابل ښار یوه بل اوسېدونکي چې د خیالي ناروغۍ سند یې ترلاسه کړی او د هغه په اساس یې پاسپورټ اخیستی پژواک ته وویل چې د کورنۍ یوه غړي ته یې د مریضۍ جعلي سند اخیستی.

هغه زیاته کړه:« عاجل پاسپورټ مې په کار و ځکه چې المان ته تللم اړ شوم چې د ۳۰۰ ډالرو په بدل کې له یوه دولتي روغتون څخه سند تر لاسه کړم.»

خو نوموړي نه د روغتون او نه د کمېشنکار په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل :« کوم معلومات چې ماته رسېدلي دغه کمېشنکار نیول شوی او بندي دی.»

د کابل ښار د یوولسمې ناحیې اوسېدونکي صمیم پژواک ته وویل: ((ما پاسپورټ ته اړتیا لرله، څو ځله پاسپورټ ریاست ته لاړم، خو د ناروغۍ د سند نه لرلو له امله یې پاسپورټ ریاست ته د داخلېدو اجازه رانه کړه، بالاخره مې د اووه زره افغانۍ په بدل کې له جمهوریت روغتون څخه د ناروغۍ سند ترلاسه کړ.))

هغه زیاته کړه چې وروسته مې د ناروغۍ سند پاسپورټ ریاست ته ورښکاره کړ او د هغه له مخې یې د پاسپورټ احکام راکړل، د احکامو تر اخیستو وروسته مې درې پرله پسې ورځې د اداري کارو او بایومټریک د بشپړولو لپاره پاسپورټ ریاست ته مراجعه وکړه او وروستۍ ورځ مې بایومټریک وشو، نوموړی وايي چې څلور ورځې وروسته یې د یوولسمې ناحیې له پوسته خانې خپل پاسپورټ ترلاسه کړ.

انلاین کمېشن کاران: د ناروغۍ جعلي سند جوړوو

د پژواک خبریال د «موتر فروشی‌های پل پشتو» په نوم فېسبوک ګروپ کې ولیکل: ((د درملنې اسنادو ته اړتیا لرم، څوک یې اخیستلای شي؟ د مهربانۍ له مخې راسره مرسته وکړئ، بېړنی دی، چې پیسې یې هر څومره وي ستونزه نشته.))

څو شېبې وروسته یو کس د نثار پوپل په نوم کمنټ کې ولیکل: ((مسنجر کې پیغام پرېږده.))

نثار پوښتنه وکړه: ((څه ډول اسناد دې په کار دي د دولتي روغتون که د شخصي؟))، خبریال: ((فرق نه کوي، خو که دولتي وي ښه دي.))، کمېشنکار: ((ښه سمه ده، دغه اسنادو ته مو د پاسپورټ لپاره اړتیا ده؟ که پاسپورټ اخلې په پنځو ورځو کې ۷۰۰ ډالر کېږي))، خبریال: ((نه خیر، یوازې د روغتون اسنادو ته مې اړتیا ده.))

کمېشنکار په داسې حال کې چې ویل یې، که ناروغ وویني ښايي جنجال جوړ شي، زیاته کړه: ((له ډاکتر سره مې خبره وکړه، په ۱۰زره یې جوړوي، باوري دی، زړه مو ډاډه، تر نن مازیګر یا سبا سهار یې (تاسو ته سپارو) که مو غوښتل نوم، د پلار نوم او د زېږېدو نېټه مو راته ولېږئ.))

د پژواک خبریال، د «بازار آزاد موترهای یک کلی» په نوم فیسبوکي ګروپ کې هم ولیکل: ((د درملنې اسنادو ته اړتیا لرم، څوک یې اخیستلای شي؟ د مهربانۍ له مخې راسره مرسته وکړئ، بېړنی دی، چې پیسې یې هر څومره وي ستونزه نشته.))

د حاجي توحید په نوم یو کس کمنټ کې ولیکل: ((راځه واټس اپ ته، 0015064062006))

د پژواک خبریال د واټس اپ شمېرې ته پیغام ولېږه او مقابل لوري ځواب کې ولیکل: ((ستونزه مو حلېږي. تاسو له داسې کس سره اړیکه وکړه چې زه خپله داخله ډاکتر یم، له دې امله مې پیغام درته پرېښود، د پیسو مساله نشته، داسې کوم څه هم نه دي ستونزه نه لري.))

نوموړي زیاته کړې: ((په کومه لوحه مو ناروغ ونیسم، یو تصدیق دی مشکل نه لري، زه د خپل فیس، تشخیص او لیکلو څه نه اخلم، خو د روغتون رییس یا هغه کس چې زموږ په سر کې دی او اسناد ټاپه کوي، هغه ته یو څه ورکوم چې ستاسو کار وشي.))

کمېشنکار د خبریال دې پیغام ته چې ګواکې ناروغ نه دی یوازې غواړي اسناد واخلي وویل: ((محترمې، هغه ناروغۍ چې افغانستان کې یې درملنه کېږي که تاسو هغه لوحه کې ونیسم پاسپورټ ریاست یې بیا نه تاییدوي، یوازې په دوو موضاتو باید تمرکز وکړو چې تاته باید هلته نه ونه وايي، یو دا چې موږ لوحه کې ونیسو، د دې ښځې په رحم کې خدای مه کړه کومه دانه ده، یا سرطاني لوحه کې، که نورې برخې ونیسو، افغانستان کې تداوي کېږي، بیا معقول نه ده، بیا ته تر پوښتنې لاندې راځي.))

حاجي توحید زیاته کړه: ((دا چې زموږ شخصي روغتون دی، که معلومات لرې چې شخصي روغتونونه نه مني له دوستانو سره خبرې کوم، د دولتي روغتون هم درته جوړوم.))

هغه د دې پوښتنې په ځواب کې چې په سر کې څو کسان دي او هر یو پر خپل لاسلیک څومره پیسې اخلي؟ وویل: ((دولتي دوه یا درې ورځې وخت نیسي، ځکه هغه زما په لاس کې نه دي، که د شخصي غواړې تر سبا دوو بجو یې درته سپارم، اغلې د پیسو دومره تشویش مه کوه، تذکره او د عکس سافټ مو راولېږئ، زه درته تصدیق جوړوم، پیسې انسان نه خوشبخت کوي، پنځه زره افغانۍ ورکوم.))

هغه زیاته کړه: ((که دولتي واخلو بیا تر شاوخوا ۳۰۰ ډالر مصرف لري او تر دوو الی درې ورځو (وخت نیسي)، تذکره او سافټ عکس مو راته ولېږئ چې دوستانو ته یې ولېږم او کار پرې پیل کړي.))

خو مسوولینو دغه موضوع رد کړه

د علي اباد روغتون سرطبیب محمد بهروز په یاد روغتون کې د خیالي ناروغۍ (ناقانونه) سند صادرول رد کړل او ویې ویل، د روغتون مشرتابه په دغه ډول مسایلو کې ډېر جدي دی او هېچا ته د دغه ډول کار اجازه نه ورکوي.

د جمهوریت روغتون رییس ډاکتر محمد عليشنګي پژواک ته وویل، پروسه داسې ده چې لومړی ناروغ د روغتیايي قوانینو د ارزونې ریاست ته ځي او له هغې لارې روغتون ته مراجعه کېږي.

هغه زیاته کړه:«جمهوریت روغتون یو کمېسیون لري چې هغه کمېسیون کې لس کسان دي او پیسې اخیستل ناممکن دي.»

نوموړي وویل، د ځينو چې کار نه کېږي هغوی د روغتون کارکوونکي د بډې په اخیستو تورنوي.

د هغه په خبره، په دې وروستیو کې یو چا چې د جمهوریت روغتون ټاپه جوړه کړې وه او جعلي لاسلیک یې کاوه نیول شوی، خو د یاد روغتون کارکوونکو تر اوسه داسې کار نه دی کړی.

د وزیر اکبرخان روغتون رییس سید عبدالله احمدي د خلکو خبرې رد کړې او ویې ویل د داسې کړنې اجازه مې نه چا ته ورکړې او نه یې ورکوم او تل له پروسې نظارت کوي.

هغه د دې په څرګندولو چې د کور غړي او خپلوان مې رانه خپه دي وویل:«زموږ یو هېوادوال چې په امارت کې یې دنده لرله یو سند یې د امضاء لپاره راوړی و، کله چې مې سند لاسلیک نه کړ په غصه شو ویې ویل که تربېګاه مې تبدیل نه کړې بیا زه پوهیږم چې څه وکړم.»

نوموړي وویل، تر اوسه یې هيڅ د ناروغۍ جعلي اسناد نه دي پیداکړي او هر هغه څوک چې داسې کړنې تر سره کوي د قانون منګلو ته سپارل کیږي.

د روغتونونو چارواکي وایي، د ناروغۍ جعلي سندونو جوړول خیانت دی، مسلک او د هغو ناروغانو په حق کې جفا ده چې په رښتیا بهر ملکونو کې یې د درملنې اړتیا وي.

هغه زیاته کړه، اوس مهال د عاجلو ناروغانوغوښتنه لومړی د روغتون کمېسیون ته لېږدول کیږي او د چهارشنبې په  ورځ د روغتونونو تایید شوي سندونه د عامې روغتیا وزارت د روغتیا عالي کمېسیون په واسطه څېړل کیږي واقعي ناروغان تایید او نور ردیږي.

نوموړی وایي، مخکې به د ورځې زرګونه خلک راتلل؛ خو اوس شاوخوا ۱۰۰ کسان مراجعه کوي چې له ډلې یې د ۳۰ تر ۳۵ خلکو سندونه تاییدوي او نور خلک د مریضي سند د نه لرلو له امله ردیږي.

په ورته وخت کې د پاسپورټ عمومي ریاست د مطبوعاتو امر شفیع الله تسل پژواک ته وویل چې له دې وروسته د دولتي روغتونونو روغتیایي مکتوب نه مني او د حقیقي ناروغانو د تشخیصولو لپاره ډاکټران موظف شوي دي.

هغه وویل:«موظف ډاکټران به ناروغ ویني که په رښتیا مریض وي موږ د روغتونونو له مکتوبونو پرته اجراات کوو.»

نوموړی وایي، روغتونونو کې د جعلي اسنادو له جوړولو وروسته یې داسې پرېکړه کړې.

د پاسپورټ عمومي ریاست په دې وروستیو کې خبر ورکړی چې په مرکز کې یې ۱۵۰ لوی کمېشنکاران او کندهار، کندوز، لوګر او هرات ولایتونو کې یې له ۲۵ تر ۳۰ کمېشنکاران نیولي، یاد ریاست ویلي چې نیول شوي کسان د قانون منګلو ته سپارل شوي دي.

د یاد ریاست د چارواکو په خبره، هرات ولایت کې هغه کمېشنکاران نیول شوي چې د پیسو په بدل کې یې خلکو ته جعلي پاسپورټونه جوړول.

د پاسپورټ عمومي ریاست چارواکو، د پاسپورټ غوښتونکو ته په خطاب کې ویلي چې کمېشنکارانو ته دې د پیسو له ورکولو ډډه وکړي.

پژواک خبري اژانس هڅه وکړه چې په دې اړه د عامې روغتیا وزارت نظر هم ولري، خو تر اوسه د یاد وزارت مطبوعاتي دفتر د پژواک پوښتنې نه دي ځواب کړي.

Visits: 2263

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.