ترینکوټ (پژواک، ٢٩ وری ١٤٠١) د اروزګان په مرکز ترینکوټ کې د یوې سرګلولې چادنې له امله یو ماشوم وژل شوی او یو بل ټپي دی.
پېښه تېره ورځ ناوخته د ترینکوټ په دیک سیمه کې شوې ده.
د اروزګان د امنیې قوماندانۍ ویاند اغا ولي قریشي پژواک خبري اژانس ته وویل، د یادې سیمې دوو ماشومانو یوه سرګلوله موندلې وه چې د لوبو پر مهال یې پرې چاودنه کړې ده.
دی وايي، د چاودنې له امله یو ماشوم وژل شوی او بل ټپي دی.
هغه زیاتوي، سرګلونه د تېرو جګړو له مهاله په سیمه کې پاتې وه.
د اروزګان ولایتي روغتون موظف ډاکټر پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه روغتون ته تېره شپه یو ټپي ماشوم وروړل شوی چې شاوخوا ۸ کاله عمر یې درلود.
سرچینه زیاتوي، د ټپي ماشوم روغتیايي حالت ښه نه و چې د غوره درملنې لپاره کندهار ته ولېږدول شو.
د اروزګان د مرکز ترینکوټ او ولسوالیو ګڼې سیمې لا هم په ړندو ماینونو او ناچاودو سرګلولو پوښلې دي چې له تېرو جګړو پاتې دي او وخت ناوخت خلکو ته مرګ ژوبله اړوي.
Views: 28
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن