پلخمري(پژواک، ۳۰ وری ۱۴۰۱): د بغلان ولایت د مستوفیت مسوولین وايي، په تېرو کابو اوو مياشتو کې يې ۱۷۱ میلیون افغانۍ عوايد راټول کړي دي.
د دغه ولایت مستوفي مولوي محمد نعیم ملنګ پژواک خبري اژانس ته وویل چې د سرپرست حکومت له واکمنېدو تر اوسه ۱۷۱ میلیونه افغانۍ عواید ټول شوي چې تر ټولو زیات یې د دغه ولایت د پاسپورټ امریت دي.
دی وايي: «که څه هم په بغلان کې د پاسپورټ امریت یو څه وروسته فعالیت پیل کړ، خو تر دې دمه ۸۶ میلیونه افغانۍ عواید لري.»
د ده په وينا، له پاسپورټ امریت وروسته د کرنې ریاست ډېر عوايد لري چې ۱۹ میلیونه افغانۍ کېږي؛ په درېيمه درجه کې د ښار جوړولو ریاست دی چې لس میلیونه افغانۍ عواید یې د هېواد خزانې ته سپارلي.
هغه وايي، د بغلان ولایت ټول عواید تر دې زیات دي؛ خو ټول يې مستوفيت ته نه سپارل کېږي.
نوموړی زیاتوي، د کانونو رياست عواید چې تر بلې هرې ادارې ډېر دي خو هغوی خپل عواید په خپلواک ډول اړوند وزارت ته سپاري.
مستوفي زیاتوي: «د ځینو دولتي ادارو د عوایدو په اړه ملاحظات شته، هڅه کوو چې د ټولو دولتي ادارو عواید په شفاف ډول د دولت خزانې ته وسپارل شي؛ ولس ته ډاډ ورکوو چې تر لاسه شوې پیسې به یې شخصي جېبونو ته نه ځي.»
د پلخمري ښار سوداګر بيا وايي چې ماليات د حکومت اقتصادي ستنې بلل کېږي او ملت باید دا حق ادا کړي.
د یاد ښار یو تن هټۍوال عبدالوکیل وايي، له ۱۵ کلونو راهیسې دوکانداري کوي او د هر کال په پیل کې یې مستوفیت ته د کار د جواز پیسې سپارلي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP