کابل (پژواک، ۳۰ وری ۱۴۰۱): د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د ایران له بهرنیو چارو وزیر سره په ایران کې د افغان کډوالو د ستونزو، وروستیو پېښو، دوه اړخیزو اړیکو او نورو موضوعګانو په اړه ټېليفوني خبرې کړې دي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دغه وزارت سرپرست امیرخان متقي او د ایران د بهرینو چارو وزیر امیر عبداللهیان پرون (دوشنبه) ناوخته ټېليفوني خبرې کړې دي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې دواړو لورو په ایران کې د افغان کډوالو، وروستیو پېښو، دوه اړخیزو اړیکو، ډیپلوتیکو استازولیو او ډیپلوماتانو، امنیت، سوداګرۍ، اقتصاد او نورو مهمو مسایلو په اړه خبرې کړې دي.
د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر په نږدې راتلونکي کې ایران ته د یوه پلاوي له سفره خبر ورکړ؛ څو له ایراني لوري سره د افغان کډوالو اړوند مسایلو په اړه خبرې وکړي.
سرچینې لیکلي: «ځینې مغرض کسان هڅه کوي څو له رسنیو په استفادې د افغانستان او ایران ترمنځ کرکه او دښمني رامنځته او تاوتریخوالي ته زمینه برابره کړي.»
د اعلامیې له مخې، له یادو ستونزو د مخنیوي لپاره دواړو لورو ژمنه وکړه چې د افغانستان او ایران ترمنځ به کرکجنې فضا جوړېدو او واټن رامنځته کېدو ته اجازه ورنه کړي.
په ورته مهال، د ایران د بهرنیو چارو وزیر په افغانستان کې د نشه یي توکو د کرکېلې او پېر او پلور بندولو له فرمانه هرکلی کړی او له افغان بزګرانو ته یې د بدیل پیداکولو ډاډ ورکړی.
په همدي حال کې، د ایران د بهرنیو چارو وزارت هم د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر سره د ایران د بهرنیو چارو وزیر د ټېلفوني خبرو اترو خبر ورکړی.
سرچینې د ایران بهرنیو چارو وزارت له قوله لیکلي: «د ایران اسلامي جمهوریت د افغانستان په اړه مثبت او رغنده نظر لري او د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو لپاره د پلاوو تبادله، د بشري مرستو استول او د افغانستان خلکو ته د خدمتونو په وړاندې کولو کې د خپلو استازولیو فعال ساتل په همدې چوکاټ کې شامل دي.»
نوموړي پر نشه یي توکو بندیز په تړاو د افغانستان سرپرست حکومت له پرېکړې هرکلی کړی، د ايران له خوا د هغه د بديل رامنځته کولو کې د همکارۍ چمتوالي خبر ورکړی؛ او هيله يې څرګنده کړې چې د دواړو هېوادونو په همکارۍ به د نشه يي توکو د قاچاق ستونزه هواره شي.
هغه له افغانستانه غوښتي چې د پولو د مدیریت، د ناقانونه وګړو د تګ راتګ مخنیوي او د ایراني حوزې حقابې او سرحدي اوبو په ګډون د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو ژمنو په عملي کولو کې همکاري وکړي.
Views: 22
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن