جلال اباد (پژواک، ۳۱ وری ۱۴۰۱): په ننګرهار کې د پوهنې رياست تر چتر لاندې د جرمني هېواد په مالي ملاتړ د جلال اباد ښار د نجونو ښوونځیو زده کوونکو ته د خياطۍ زده کړې روزنيز پروګرام پيل شو.
مسوولين وايي، دغه پروګرام په ازمايښتي ډول د جلال اباد ښار د ناهيد شهيد او ملکه حميرا لېسو کې پيل شوی چې ۲۴۰ نجونو ته به د خياطۍ زده کړې ورکړل شي.
دغه پروګرام چې د وري په ۳۱مه يې پرانيسته وشوه، د افغان ماشومانو لپاره د جرمني د مرستو موسسه يې مالي ملاتړ کوي.
د دې ادارې مشر محمدعالم شهاب وایي، د دوی موخه د کورني اقتصاد پياوړتیا ده او په خبره یې، هره روزنيزه دوره به ۶ میاشتې دوام وکړي.
شهاب زیاته کړه: ((د افغان ماشومانو لپاره د المان مرستې موسسې له لوري نن د ننګرهار په ناهید شهید او ملکه حمیرا د نجونو په لېسو کې د خیاطۍ روزنیز پروګرام پیل شو چې شپږ میاشتې به دوام وکړي او ۲۴۰ نجونو ته به د کالیو ګنډلو په برخه کې روزنه ورکړل شي.))
په همدې حال کې د ننګرهار د پوهنې رييس حبیب حضرت حقاني د زده کړو ترڅنګ دا ډول روزنیز پروګرامونه مهم بولي او له موسساتو سره د هر راز همکارۍ ډاډ ورکوي.
هغه زياته کړه: ((د ښځینه زده کوونکو لپاره پر زده کړو سربېره د کسب زده کړه ډېره مهمه ده او دوی به وکولای شي له دې لارې د خپلو کورنيو اقتصاد پیاوړی کړي او هم په هڅه کې یو چې دا ډول روزنیز پروګرامونه نورو ښوونځيو ته هم وغځوو.))
بل لور ته زده کوونکي هم دا پروګرام د ځان او کورنیو لپاره ګټوره بولي.
د جلال اباد ښار د ملکه حميرا عالي لېسې د شپږم ټولګي زده کوونکې نسرين وويل، خوشاله ده چې د ښوونځي زده کړو ترڅنګ ورته د خياطۍ زده کړو زمينه هم برابره شوه.
د ملکه حمیرا او ناهید شهید د نجونو له لېسو مخکې د دغه ولایت په دوو نورو لېسو کې هم ورته پروګرامونه پيل شوي چې د مسوولینو په خبره، ښې پايلې يې درلودې.
Views: 56
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن