ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ډاکتران: پان روږدی کوونکی او د روغتیا لپاره خطرناک دی

ډاکتران: پان روږدی کوونکی او د روغتیا لپاره خطرناک دی

author avatar
20 Apr 2022 - 16:37
ډاکتران: پان روږدی کوونکی او د روغتیا لپاره خطرناک دی
author avatar
20 Apr 2022 - 16:37

[restrict paid=”true”]

کابل (پژواک، ۳۱ وری ۱۴۰۱): د پان (نسوارو) کاروونکي په داسې حال کې مخ په ډېرېدو دي چې متخصصین یې خورا روږدي کوونکي بولي او وایي، پان د استفاده کوونکو د خولې د سرطان او ځینو نورو ناروغیو لامل ګرځي.

پان شین رنګې ماده ده چې ظاهراُ واښه ته ورته ښکاري او په ترکیب کې یې ډېر نور خطرناک مواد هم شته. دغه ماده د تنباکو له وچو پاڼو جوړېږي او پلورونکي یې له میده کولو وروسته یې په اهک باندې مخلوطوي او بازار ته یې وړاندې کوي.

پژواک خبري اژانس له يو شمېر پلورونکو، کاروونکو او روغتيايي متخصصينو سره مرکې کړې چې ښيي، د پان ډېری کاروونکي ځوانان تشکیلوي او ورځ تر بلې د ډېرېدو په حال کې دي.

د «پان» پلور ډېرېدل

په کابل ښار کې يوه هټۍوال احمدګل چې د څښاک ترڅنګ پان هم پلوري، پژواک خبري اژانس ته وويل: «زه درې ډوله پان ​​لرم چې پلورم یې، د ۵۵۵، ۲۴ او ۲۲۲ په نومونو پان شته او ډېری خلک ۵۵۵ پان کاروي.»

هغه د ځوانانو له خوا ‎د پان پېرلو زياتوالي په اړه وويل، د ورځې له ۲۰ تر ۴۰ پاکټه پان پلورل شوی چې د هر پاکټ بیه ۱۰ افغانۍ ده.

هغه وويل، په لومړيو کې به يې د ورځې يو پاکټ پلوره او يا به يې په ځينو ورځو کې هيڅ پلور نه درلود، خو اوس يې خرڅلاو د ورځې ۴۰ پاکټونو ته رسېدلی چې د پام وړ زياتوالى ښيي.

یو بل کس فرهاد چې په کابل ښار کې د زېرزمیني پر سر د خوراکي توکو ترڅنګ پان هم پلوري، له پانه د استفادې په اړه یې وویل، د دغه توکي پلور ډېر دی چې ډېرى کاروونکي يې ځوانان دي، د ورځې شاوخوا ۲۰ پاکټه پلورل کېږي ‎او په هر پاکټ کې تر ۱۵ فلټره شتون لري.

هغه د پان ترلاسه کولو په اړه وویل، د کابل ښار له منډوي او باغ قاضي څخه من په ۸۰۰ افغانۍ اخلي، پاکټ له ۱۰ تر ۲۰ افغانيو پلوري.

هغه هم وویل، په بېلابېلو نومونو او څو ډوله پان پلورل کېږي.

د «پان» ډېری کاروونکي ځوانان دي

د کابل ښار اوسېدونکي ۲۵کلن محمد یاوري پژواک ته وویل چې له دوو کلونو راهیسې د خپلو ملګرو په هڅونه پان کاروي.

هغه زیاته کړه: «له دې امله چې خپه وم، نو لومړی مې سګريټ څکول، وروسته مې وغوښتل نسوار وکړم، خو نسوار لږ چټل وو، نو له دې امله مې پان ته مخه کړه.»

هغه زیاتوي: «کله چې پان ​​​​کاروم، د څو دقیقو لپاره هيڅ فکر نه کوم، پوهېږم چې هر نشه کوونکي شی زیان لري، خو اوس په دې توکو اخته یم، نه شم کولا پرې یې ږدم.»

دغه راز د کابل ښار د پل سرخ اوسېدونکى ١٨ کلن احمد منصور چې له درېيو کلونو راهيسې پان استفاده کوي، وويل: «کله مې چې په لومړي ځل پان استفاده کړل، درې کاله مخکې مې له خپل یوه ملګري سره چې له غور ولایته زموږ کور ته راغلی و، تجربه کړل او له هغه مخکې مې د سګریټو عمل درلود؛ خو له هغه وخت وروسته چې پان مې شروع کړل؛ که مې سګريټ نه درلودلای هم فرق یې نه کاوه، په پیل کې مې ښه احساس کاوه، کله مې چې پان کاراوه، شونډه مې سوځېده او د ښه احساس یې راکاوه؛ خو هر څومره مې چې پان زیات وکارول، خوند یې کم شو.»

نوموړي وویل: «زه له پیله هم د پان پر زیانونو پوهېدم او کله کله د پښېمانۍ احساس کوم؛ د پان یا سګریټو له امله د شرم احساس نه کوم او افتخار هم نه کوم؛ ځکه چې هيڅ خبره او شی راته تفاوت نه لري.»

ده وویل چې د کورنۍ له لوري یې څو ځلې ورته د پان پرېښودو ویل شوي، خو وایي: «مور مې خبره ده چې پان کاروم، تل یې منعه کړی یم، خو چې پان نه وي، زړه مې نا ارام وي، تل داسې وم لکه څه شي چې رانه ورک وي.»

دغه راز هغه زیاته کړه، ځوانان باید له پیله هڅه وکړي چې د پان په څېر موادو روږدي نه شي؛ کله چې روږدي شي، بیا یې پرېښودل سخت دي.

په ورته مهال، د کابل اوسېدونکي محمد ابراهیم اکبري او د پان بل کاروونکي وویل: «پان کاروم؛ ځکه چې اوس روږدی او وابسته شوی یم، که څه هم د پان کارولو ته چا نه یم هڅولی، خو ځواني او مستي وه، ورته مخه مې کړه؛ کله چې پان استفاده کوم، ځانګړی احساس کوم، یوازې لږ د ارامۍ او راحت احساس راکوي او یا چې کله ډېر په غوسه یا خوښ وم، استفاده کوم یې. نږدې شپږ کاله کېږي چې استفاده کوم یې.»

نوموړي زیاته کړه: «له خطرونو یې خبر یم، غاښونه تخریب او خوله بد بویه کوي او ښایي ډېر نور زیانونه هم ولري چې زه پرې نه پوهېږم، خو له دې امله چې وابسته شوی یم، پر زیانونو سربېره یې هم نه شم پرېښودلای، د ورځې تر یو پاکټ پورې استفاده کوم او د هر پاکټ بیه له ۱۰ تر ۱۵ افغانیو ده.»

هغه چې د پان په روږدي کېدو پښېمان دی، نورو ځوانانو ته وړاندیز کوي او وایي: «په ټوله کې د پان عمل ښه نه دی، که هغه ضعیف او قوي وي، که یو ځل دغه کار ته مخه کړئ، بېرته پرېښودل یې ‎ستونزمن کار دی، ما ډېره هڅه وکړه چې پرې یې ږدم، خو له دې امله چې شاوخوا ملګري مې روږدي دي او هغوی له پانه نیولې تر چرسو او تریاکو استفاده کوي، نو زه هم نه شم کولای پرې یې ږدم.»

پوهان: «پان» روږدي کوونکی او د روغتیا لپاره خطرناک دی

د روغتیا برخي محتصصین وایي، له پانه استفاده د بېلابېلو ناروغیو، لکه د خولې سرطان، د اوریو خرابېدو، د غاښونو تورېدو او تخریبېدو او د خولې د بد بوی لامل ګرځي.

د غاښونو متخصص او د غضنفر روغتيايي علومو د انسټيټيوټ استاد ډاکتر ذبیح الله مهمند پژواک خبري اژانس ته وويل، پان پر دې سربېره چې روږدي کوونکی دی، خولې ته هم زيان رسوي چې د اوریو غشا د ورستولو ترڅنګ د غاښونو د بد بوی او د خولې سرطان لامل هم ګرځي.

سرچینې زیاتوي، ټولو خلکو، په ځانګړې توګه ځوانانو ته سپارښتنه کېږي چې له دغو زیان رسوونکو توکو استفاده ونه کړي؛ ځکه د روږدي کېدو او مختلفو ناروغیو پیدا کېدو لامل کېږي.

د هغه خبره، هره ورځ ګڼ شمېر داسې ناروغان د غاښونو پاکولو لپاره ورځي چې د پان ‎کارولو له امله يې د غاښونو رنګ اوښتی وي او د خولې له بد بوى څخه شکايت کوي.

دغه راز د داخله ناروغیو متخصص ډاکتر محمد اکرم ذکي هم د پان کارولو خطرونو په اړه خبرې کوي.

هغه وويل، له پانه استفاده د خولې د سرطان لامل ګرځي، د پوډرو او هېروينو کارولو ته لار هواروي، د غاښونو د تخريب او د خولې بد بوی او د خولې د مکروبي ناروغيو لامل ګرځي.

دواړو ډاکترانو ځوانانو او هغو کسانو ته چې پان کاروي، سپارښتنه وکړه چې دغه ډول مواد باید ونه کاروي؛ ځکه ډېر زیانونه لري او کېدای شي د انسان روغتیا ته خطرناک وي.

[/restrict]

Views: 1011

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.