[restrict paid=”true”]
کابل (پژواک، ۳۱ وری ۱۴۰۱): د پاکستان د کراچۍ دارالعلوم مهتمم او د دغه هېواد د دیني مدرسو اتحادیې (وفاق المدارس) مشر مفتي محمد تقي عثماني د اسلامي امارات مشر شیخ هبت الله اخندزاده ته په یوه لیک کې د نجونو ښوونځیو پرانيستل کېدو غوښتنه کړې ده.
په دغه لیک کې چې د یاد دارالعلوم په رسمي پاڼه کې لیکل شوی او د دارالعلوم له رسمي سرچینو په ټولنیزو شبکو کې خپور شوي، د روژې میاشتې په اتلسمه نېټه شیخ هبت الله ته استول شوی دی.
عثماني د خپل لیک په پیل کې شیخ هبت الله ته په افغانستان کې د بریا مبارکي ورکړې او دعا یې کړې چې د یوه اسلامي او خوشحال هېواد په جوړولو کې هم بریالي شي.
هغه په استول شوي لیک کې لیکلي: «اوس مهال تر ټولو مهمه مسئله د نجونو زده کړه ده، خو ستاسو دښمنان دغه کار ستاسو پر ضد تبلیغ لپاره کاروي، زما نظر دا دی چې د شریعت په چوکاټ کې د نجونو د تعلیم لپاره هم باید اقدامات وشي.»
مفتي عثماني په دغه لیک کې زیاته کړې چې د ښځو د علاج، درملنې، زده کړو او نورو ټولنیزو کارونو لپاره د باسواده نجونو او ښځو شتون د یوه هېواد لپاره اړین دي؛ څو په ټولنه کې د ښځو او نارینه وو د ګډو کارونو مخه هم ونیول شي.
دغه راز په دې سره به د هغه پروپاګند او تبلیغ هم مخه نیول شوې وي چې اوسمهال د اسلامي امارت پر ضد روان دي.
نوموړي ویلي، که په افغانستان کې د نجونو د ځانګړو زده کړو لپاره د ودانیو کمښت وي، نو وړاندیز یې کړی چې په یو وخت کې دې نجونې او په بل وخت کې دې هلکان زده کړې وکړي، یا د ودانۍ په یوه برخه کې نجونې او په بله کې هلکان ځای پر ځای شي.
د یادونې ده، د روان لمریز کال په پیل کې چې په هېواد کې ښوونیز کال پیل شو، د افغانستان سرپرست حکومت د ژمنو پر خلاف یې د نجونو پر ثانوي زده کړو بندیز ولګاوه او تر اوسه یې ښوونځي نه دي پرانیستي.
د حکومت دغه اقدام له پراخ ملي او نړیوال غبرګون سره هم مخ شوی دی.
د پوهنې وزارت وایي چې دوی پر یوې طرحې کار کړی او د مشرتابه له خوا له منظورۍ وروسته به ښوونځي پرانيستل شي.
[/restrict]
Views: 586
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن