کابل (پژواک، د غويي لومړۍ نېټه ۱۴۰۱): د افغانستان کابینې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت ته سپارښتنه وکړه چې (PUBG) ګېم او «ټیک ټاک» اپلیکېشن بند کړي.
د سرپرست حکومت مرستیال ویاند انعامالله سمنګاني نن پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې د کابینې ناستې خپله وروستۍ پرېکړه کې په دې اړه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت ته امر کړی دی.
د ده په خبره، په همدې توګه یاد وزارت ته امر شوی چې د هغو چینلونو د فعالیت مخه ونیسي چې غیر اخلاقي مواد او پروګرامونه خپروي.
د افغانستان مخکني حکومت هم د ۱۳۹۹ کال د لېندۍ په ۲۷مه د مخابراتي خدماتو له ادارې (اترا) غوښتي وو چې پب جي ګېم بند کړي خو عملي نه شو.
ټیک ټاک د ټولنیزو شبکو اپلیکېشن دی چې کاروونکو ته د ۱۵ ثانيې فلم خپرولو اجازه ورکوي.
پب جي (PUBG) ګېم په دې طریقه دی چې تاسو په انلاین بڼه له ۹۹ نورو کسانو سره په یوه نقشه کې حضور لرئ، باید هڅه وکړئ چې په یوازې ځان یا دوه کسیز یا څلور کسیزو ډلو کې له یو بل سره مبارزه وکړئ، وروستی کس یا ډله که ژوندي پاتې شي، د لوبې ګټونکي دي.
د لوبې نقشه ډېره لویه ده، لومړی تاسو الوتکه کې حضور لرئ چې باید د ځکمې د چتر ساتنې لپاره ښکته شئ.
لومړی هيڅ وسله نه لري، وروسته باید په ډېره چټکتیا اتاقونه او بستې ولټوي، وسلې، مهمات، فوځي کڅوړه او زغره پیدا کړئ. د بېروبار په ځای کې د کښته کېدو پر مهال لومړی هغه کس چې وسله پیدا کړي، د ځان ساتنې ډېر چانس لري.
Views: 52
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن