ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مجاهد: ډېر ژر به د وروستیو جنایتونو عاملین پيدا کړو

مجاهد: ډېر ژر به د وروستیو جنایتونو عاملین پيدا کړو

author avatar
21 Apr 2022 - 21:43
مجاهد: ډېر ژر به د وروستیو جنایتونو عاملین پيدا کړو
author avatar
21 Apr 2022 - 21:43

کابل (پژواک، د غویي لومړۍ نیټه ۱۴۰۱):  دسرپرست حکومت ویاند د مزار شریف او کندوز ولایتونو چاودنې غندلي او ډاډ یې ورکړی چې ډير ژر به د دغو جنایتونو عاملین پيدا او سخت مجازات کړل شي.
نن د کابل ، کندوز، بلخ او ننګرهار ولایتونو په څلورو بیلا بیلو چاودنو کې لسګونو ملکي وګړو او امنیتي سرتیرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده، تر خونړۍ چاودنه د مزار شریف په یوه جومات کې شوې ده، چې ګڼ شمیر لمونځ کوونکي پکې مړه او ټپیان شوي دي.

د افغانستان د اسلامي امارت ویاند او د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد دا چاودنې په کلکه غندلي دي.

هغه په ټویټر کې لیکلي، دغه جنایات د هغو کړیو کار دی چې په افغاني ټولنې پورې هيڅ تړاو نه لري.

مجاهد ویلي، د اسلامي امارت امنیتي ځواکونه د فتنګرو او شریرو عناصرو د له منځه وړلو په کار کې خورا ښه تجربه لري. ډير ژر به د دغو جنایتونو عاملین هم پيدا او سخت مجازات کړل شي.
داعش ډلې د مزار شریف د چاودنې مسوولیت اخیستی، خو د نورو چاودنو مسوولیت تر اوسه چا نه دی اخیستی.

Views: 192

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.