کابل (پژواک، غویي لومړۍ ۱۴۰۱): د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي، د ازبکستان او قزاقستان له سفيرانو او د ترکمنستان او قرغیزستان له استازو سره په لېدنه کې، د مرکزي اسيا هېوادونو ترمنځ پر اړیکو، سوداګرۍ او اقتصادي اتصال خبرې کړې دي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، د دغه وزارت سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي د مرکزي اسيا له سفيرانو او استازو سره وکتل.
خبرپاڼه کې راغلي، د افغانستان بهرنيو چارو سرپرست وزير د افغانستان او مرکزي اسيا ترمنځ پر اړیکو، تجارت او اقتصادي اتصال خبرې وکړې او ټينګار يې وکړ چې له نویو فرصتونو څخه باید د ټولې سيمې په ګټه استفاده وشي.
سرچېنه زیاتوي، د مرکزي اسيا سفيرانو او استازو هم په خپل وار افغانستان سره د خپلو اړوندو هېوادونو د تجارت، ترانزيت، رېل پټلۍ او د افغانستان له لارې د انرژۍ د لېږد په برخه کې په ګډ کار او همکارۍ ټینګار وکړ.
د بهرنیوچارو وزارت د معلوماتو له مخې، په پای کې د یو لړ مشخصو موضوعاتو په اړه نظریات وړاندي شول او د عملي اقداماتو په لارو چارو او د ګډې سيمې د ښېرازۍ لپاره د ګډو هڅو ژمنه وشوه.
Views: 110
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن