ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کاناډا کې د افغانستان سفارت، امریکا مېشتو افغانانو ته کونسلي خدمات پیل کړل

کاناډا کې د افغانستان سفارت، امریکا مېشتو افغانانو ته کونسلي خدمات پیل کړل

author avatar
21 Apr 2022 - 10:35
کاناډا کې د افغانستان سفارت، امریکا مېشتو افغانانو ته کونسلي خدمات پیل کړل
author avatar
21 Apr 2022 - 10:35

کابل (پژواک، د غويي لومړۍ نېته ۱۴۰۱): په کاناډا کې د افغانستان سفارت وايي، د امریکا متحده ایالتونو کې مېشتو افغانانو ته یې تېره ورځ کونسلي خدمات پیل کړي دي.

​ دا اعلان وروسته له هغه کېږي چې په واشنګټن کې د افغانستان سفارت او په لاس انجلس او نیویارک کې د افغانستان کونسلګرۍ د مالي ستونزو له امله د ۱۴۰۰ کال د کب پر ۲۵ مه وتړل شوې.

کاناډا کې د افغانستان سفارت یوه خبرپاڼه کې راغلي چې د کاناډا او امریکا متحده ایالتونو له اړوندو سرچینو سره تر خبرو او همغږیو وروسته، په اوټاوا کې د افغانستان سفارت او په ټورنټو او ونکرور کې د افغانستان کونسلګریو له خوا د ۲۰۲۲ کال د اپرېل له ۲۰ مې وروسته د کونسلي خدماتو چارې پر غاړه اخلي.

سرچینې زیاته کړې چې له دې لارې د امریکا مېشتو افغانانو ته د اړوندو کنوانسیونونو، د امریکا او کاناډا د شته قوانینو سره په مطابقت کې، خدمات وړاندې کېږی.

د سرچینې په وینا، په اوټاوا کې د افغانستان سفارت، په تورنتو او ونکور کې د افغانستان کونسلګرۍ د امریکا په متحدو ایالتونو کې کوم استازی لري، خو افغان اتباع باید په مستقیم ډول په اوټاوا، ونکور او یا تورینتو کې د افغانستان له دیپلوماتیکو استازولیو سره تماس ونیسي، ترڅو  کونسلي خدمات د پست او یا هم په حضوري ډ‌ول ترلاسه کړي.

د راپورونو له مخې، شاوخوا ۲۵۰ زره افغانان په امریکا کې اوسیږي او په دې ډله کې هغه افغانان چې شمېر یې شاوخوا ۷۴ زرو ته رسیږي او په دې وروستیو کې دغه هېواد ته  لېږدول شوي، هم راځی.

دغه افغانان کونسلي خدماتو ته اړتیا لري، ځکه چې لا هم په امریکا کې دایمي استوګن شوي نه دي.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.