ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

«بلخ کې د پرونۍ چاودنې طراح ونیول شو»

«بلخ کې د پرونۍ چاودنې طراح ونیول شو»

author avatar
22 Apr 2022 - 12:31
«بلخ کې د پرونۍ چاودنې طراح ونیول شو»
author avatar
22 Apr 2022 - 12:31

[restrict paid=”true”]

کابل (پژواک، ۲ غوِیي ۱۴۰۱): د کورنیو چارو وزارت وايي، امنیتي ځواکونو په بلخ کې د تېرې ورځې د چاودنو طراح نیولی دی.
دا څرګندونې د یاد وزارت ویاند عبدالنافع ټکور په خپله ټوېټرپاڼه کې لیکلې دي.

دی وايي: «زموږ امنیتي ځواکونو د عبدالحمید سنګریار په نوم کس چې د داعش فعال غړی او د پرونیو چاودونو طراح دی، د بلخ ولایت په چهاربولک ولسوالي کې نیولی دی.»

هغه په دې اړه نور جزئیات نه دي ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې پرون په کابل، بلخ، کندز او ننګرهار کې د بېلابېلو چاودنو له امله لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د یادونې ده چې د مزارشریف په یوه جومات کې چاودنې – چې داعش ډلې یې مسوولیت منلی- ۱۲ کسان وژلي او ۳۱ نور یې ټپیان کړي دي.
[/restrict]

Views: 1269

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.