ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حکومت د کابل دشت برچي پېښې له قربانیانو سره ۲ میلیون افغانۍ مرسته وکړه

حکومت د کابل دشت برچي پېښې له قربانیانو سره ۲ میلیون افغانۍ مرسته وکړه

author avatar
22 Apr 2022 - 10:42
حکومت د کابل دشت برچي پېښې له قربانیانو سره ۲ میلیون افغانۍ مرسته وکړه
author avatar
22 Apr 2022 - 10:42

[restrict paid=”true”]

کابل (پژواک، ۲ غویی۱۴۰۱): د کابل امنیه قومانداني وايي، کورنیو چارو وزارت د کابل په دشت برچي سیمه کې د وړمې ورځې د چاودنې له قربانیانو سره د خواخوږۍ له امله دوه میلیونه افغانۍ مرسته وکړه.

دا څرګندونې د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ رسنیو ته په استولي پیغام کې کړې دي.

دی وايي: «د کابل د امنیه قوماندانۍ په ګډون د کورنیو چارو وزارت مشرتابه د کابل په ۱۳مه ناحیه کې د سه شنبې ورځې د چاودنې د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړه او ۲ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته یې ورسره وکړه.»

وړمه ورځ د کابل لوېدیځ دشت برچي سیمه کې درې پر له پسې چاودنې وشوې چې له امله یې ۱۱ کسان ووژل شول او ۲۴ نور ټپیان شول.

تر اوسه د دې پېښې مسوولیت کومې ډلې نه دی منلی، خو یوه حکومتي سرچینې ویلي چې دغه ډول پېښې له د داعش ډلې پرته بل څوک نه کوي.

یاده پېښه په کوردننه او بهر په پراخه کچه وغندل شوه.

[/restrict]

 

Views: 226

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.