کندهار (پژواک، ۲ غویی ۱۴۰۱) د کندهار په شاولیکوټ ولسوالۍ سیمه کې یوه شپږ کلنه ماشومه څاه ته لوېدلې او ژوند یې له لاسه ورکړې.
د کندهار د والي ویاند محمود عزام د غویي په ۲مه، پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه ماشومه تېره ورځ برمې ته لوېدلې وه، چې وروسته د کندهار د فواید عامې ریاست مسوولینو په الوتکه کې وسایل سیمي ته ولېږدول.
هغه زیاته کړه: ((دغه ماشومه پرون برمې ته لوېلې وه ، خو کله چې د هغې د ژغورلو هڅې پیل شوې نورې خاورې برمې ته ولوېدلې او تر خاورو لاندې مړه شوه. ))
د عزام په وینا، اوس هم د دغې ماشومې د جسد د را ایستلو هڅې روانې او په سیمه کې سکواټر د برمې تر څنګ یو بله ژوره کنده کاږې.
بلخوا د سیمي اوسېدونکي وایي، کله چې دغه نجلۍ څاه ته لوېدلي نو مخکې له دې چې دوستان یې حکومتي مسوولین خبر کړي دوی خپله د نجلۍ د را ایستلو هڅه پیل کړې. د
شاولیکوټ یو تن اوسېدونکی نیاز محمد وایي دا نجلۍ د خلکو د بې احتیاطۍ او وارخطايي له امله مړه شوه خو وروسته چې د ولایت څخه خلک راغلل کامرې یې ورکښته کړې نجلۍ په خاورو کې پټه وه.
د یادونې وړ ده چې تر دې مخکې په زابل او هلمند و لایتونو کې هم ژورو څاه ګانو ته ماشومان پریوتي او خپل ژوند یې له لاسه ورکړی دی.
Views: 138
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن