[restrict paid="true"]
کندز (پژواک، ۲ غويی ۱۴۰۱): د کندوز د امام صاحب ولسوالۍ په يوه مدرسه کې چاودنې ۳۳ ملکي وګړي وژلي او ۴۳ نور يې ټپيان کړي دي.
د ځايي سرچينو د معلوماتو له مخې، دغه جاودنه نن له غرمې وروسته د مولوي سکندر په مدرسه کې رامنځته شوې ده.
د اسلامي امارت وياند ذبيح الله مجاهد وايي، په دغه چاودنه کې - چې په جومات کې شوې ده - د ماشومانو په ګډون ۳۳ ولسي خلکو ژوند له لاسه ورکړی او ۴۳ تنه نور ټپیان شوي دي.
هغه زياتوي: "موږ دغه جنایت غندو، شهیدانو ته جنت الفردوس او ټپیانو ته عاجله شفا غواړو او له غم ځپلو سره ژوره خواخوږي ښیو. د دغو پېښو عاملین فتنه ګر او شریر عناصر دي چې د نیولو او په سزا رسولو په اړه یې جدي هڅې روانې دي. ان شاءالله."
خو د امام صاحب روغتون يوې سرچينې چې نه غواړي نوم يې څرګند شي، پژواک ته وويل چې له دغې چاودنې ۳۴ مړي او ۴۷ ټپيان دغه روغتون ته وروړل شوي دي.
د امام صاحب ولسوالۍ امنيه قوماندان حافظ عمر وايي، دغه پېښه هغه مهال نن له غرمې وروسته په درېيو بجو په ياده مدرسه کې د ځای پر ځای کړل شوي ماين د چاودنې له امله رامنځته شوه، چې د مدرسې زده کوونکي او عام خلک په ذکر بوخت وو.
د دغې چاودنې مسووليت تر اوسه چا پر غاړه نه دی اخستی.
دا په داسې حال کې ده چې پرون په کابل، بلخ، کندز او ننګرهار کې د بېلابېلو چاودنو له امله لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د مزارشریف په يوه جومات کې چاودنې – چې داعش ډلې یې مسوولیت منلی- ۱۲ کسانو ژوند له له لاسه ورکړی او ۳۱ نور ټپیان شوي و.
[/restrict]
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن