ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ماشومانو ژغورنې صندوق وایي، په افغانستان کې ۸۰ سلنه نجونې له زده کړو محرومې شوې دي

د ماشومانو ژغورنې صندوق وایي، په افغانستان کې ۸۰ سلنه نجونې له زده کړو محرومې شوې دي

author avatar
22 Apr 2022 - 16:19
د ماشومانو ژغورنې صندوق وایي، په افغانستان کې ۸۰ سلنه نجونې له زده کړو محرومې شوې دي
author avatar
22 Apr 2022 - 16:19

کابل (پژواک، ۲ غویی ۱۴۰۱): د ماشومانو د ژغورنې صندوق ((Save the children وایي، په افغانستان کې د نجونو د منځني او لېسه ښوونځیو د نه پیل له امله تر۸۰ سلنه نجونې له زده کړو بې برخې شوې دي.

دغه سازمان پرون ناوخته (پنجشنبه، د غویي لومړۍ نېټه) په یو راپور کې چې د ملګرو ملتونو د ماشومانو له صندوق (یونیسف) سره په همکارۍ جوړ شوی، وویل، اوس‌مهال له ۱.۱ میلیون نجونو څخه ۸۵۰زره یې ښوونځي ته نه ځي.

په سوېلي اسیا کې د دغه سازمان مسوول اولیور فرانچي ویلي، ډېرې هغه نجونې چې تېره میاشت ښوونځي ته له تلو منعه او د ښوونځي له دروازې بېرته راګرځول شوې، زړه ماتې او ستړې دي.

د فرانچي په خبره، دغه سازمان د افغانستان له سرپرست حکومته غواړي څو د هر عمر نجونو ته ښوونځي ته د تلو اجازه ورکړي.

د دغه سازمان مشر د ټولو ماشومانو، په ځانګړې توګه د نجونو لپاره د ژغورنې یوازېنۍ لاره زده کړې ښودلې او ویلي یې دي، پرته له دې به په کم عمر کې د ودونو په ګډون د تاوتریخوالي او ناوړه چلند له خطر سره مخ شي.

د ماشومانو د ژغورنې سازمان په دغه راپور کې ویلي، په تېرو اتو میاشتو کې یې د افغانستان په ځینو برخو کې زده کړو د ماشومانو لاسرسي په موخه درسي ټولګي جوړ کړي او په دې برخه کې به خپلو هڅې دوامداره ساتي.

دغه سازمان له نړیوالې ټولنې غوښتي څو له هغو نجونو سره چې اوس مهال په افغانستان کې پر زده کړو بوختې دي، خپل ملاتړ او مرستو ته دوام ورکړي.

د پوهنې وزارت د مخکني اعلان له مخې، ټاکل شوې وه چې د روان کال د وري په درېیمه د ښوونځیو دروازې د نجونو په ګډون د ټولو زده کوونکو پر مخ پرانیستل شي.

خو په هماغه ورځ یاد وزارت بېرته اعلان وکړ چې په افغانستان کې به د نجونو منځني او لېسه ښوونځي تر بل امر پورې تړلي پاتې وي.

د ویلو ده، د سرپرست حکومت دغه اعلان د هېواد دننه او بهر ګڼ غبرګونونه پارولي دي.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.