Pajhwok Afghan News

د «عبدالرحیم شهید» ښوونځي زده کوونکو ته د روحیې ورکولو په موخه ګلان او قلمونه ورکړل شول

کابل (پژواک، ۳ غویی ۱۴۰۱): د «عبدالرحیم شهید» ښوونځي زده کوونکو ته د روحیې ورکولو او بېرته ښوونځي ته د تلو لپاره هڅولو په موخه- چې تېره اوونۍ پرې دوه چاودنې وشوې- ګلان او قلمونه ووېشل شول.

د وري په ۳۰مه د کابل ښار دشت برچي سیمې اړوند د «عبدالرحیم شهید» ښوونځي مخې ته دوه چاودنې ترسره شوې چې له امله یې د ۹ زده کوونکو په ګډون ۱۱ کسان ووژل شول او ۳۰ نور ټپیان شول.

دغه چاودنې د دې لامل شوې چې ډېری زده کوونکي ښوونځي ته حاضر نه شي، نن هم د لېسې ۵۰ سلنه زده کوونکي غیر حاضر وو.

د عبدالرحیم شهید لېسې مدیر غلام حیدر حسیني پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن ۵۰ سلنه زده کوونکي ښوونځي ته حاضر شوي، خو روحیه یې نسبتاً ماته شوې ده.

هغه د درسونو د بیا پیلېدو خبر ورکړ او زیاته یې کړه: ((نن زده کوونکو ته د روحیې ورکولو او هڅولو په خاطر د ګلونو او قلمونو پر ورکړې سربېره ټولګیو ته لاړم، ډاډګېرنه مو ورکړه او فاتحه مو

وکړه.))

هغه وویل، زده کوونکو هم د ښوونځي ادارې ته ډاډ ورکړ که هر څومره چاودنې او ځانمرګي بریدونه زیات شي، د علم او زده کړو سنګر نه پرېږدي.

د عبدالرحیم شهید لېسئ اجرائیه مدیر محمد رضا فرهمند د څو ورځې مخکنۍ چاودنې قربانیان ۱۱ او  ټپیان ۳۰ کسان یاد کړل او ویې ویل چې د قربانیانو کورنیو ته یې سل زره او د ټپیانو کورنیو ته یې د هغوی ټپونو ته په کتو نغدي مرسته ورکړې ده.

د دغه ښوونځي د لومړنیو ښوونځیو سرښوونکې سهیلا جعفري، زده کوونکي په یوه ټولګي کې د درس او تعلیم دوام ته وهڅول.

هغې زیاته کړه: «افرین زړورو زده کوونکو، هيڅکله له دې ډول پېښو مه ډاریږئ او خپلو درسونو ته حاضر شئ.»

یوه ښوونکي د نوم نه خپرېدو په شرط پژواک ته وویل، ۴۶ شاګردان لري؛ خو له دې جملې یوازې شپږ یې حاضر شوي دي.

د یوه زده کوونکي پلار رضاء چې خپل زوی یې ښوونځي ته راوستلی و، له نورو کورنیو یې وغوښتل څو ونه وېریږي او خپل ماشومان د زده کړو لپاره واستوي.

د یادې لېسې د یوولسم ټولګي زده کوونکي عارف حسین ابراهیمي وویل چې ښوونځي ته څېرمه د درنو چاودنو له امله یې غوږونو ته زیات رسېدلی او له درېیو شپو راهیسې یې خوب نه دی کړی او کله چې ویده کېږي، شوک پرې راځي.

نوموړي زیاته کړه، له جسمي او رواني پلوه ښه نه دی خو بیا هم ښوونځي ته راغلی دی.

هغه قلم خپله وسله وبلله او ویې ویل چې که د ځان په بیه یې هم تمام شي، بیا هم له تعلیم او زده کړو لاس نه اخلي.

Views: 23

Exit mobile version