Language

په کونړ کې يوه مستري سلګونو یتيمانو ته د اختر جامې وپېرلې

اسعداباد (پژواک، ۳غويی ۱۴۰۱): په کونړ ولایت کې د موټرو يوه مستري په خپل شخصي لګښت  ۴۰۰ یتيم ماشومانو ته د اختر جامې وپېرلې.

رحمت الله خاکسار چې د کونړ مرکز اسعداباد اړوند نواباد سیمه کې د موټر جوړولو ورکشاپ لري؛ پژواک اژانس ته وويل چې د خپلو بچيانو له لګښته يې پيسې سپمولې او دغو يتيمانو ته يې پرې د اختر جامې اخيستې دي.

ده وويل، پر یادو ۴۰۰ جوړو جامو ۱۱۰زره افغانۍ لګښت شوی.

 نوموړي زیاته کړه: «له څو مياشتو راهيسې مې د خپلو بچيانو لګښت کم کړی؛ پیسې مې سپمولې او اوس مې بې سرپرستو او يتيمو ماشومانو ته ورباندې د اختر لپاره جامې واخيستې.»

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.