اسعداباد (پژواک، ۳غويی ۱۴۰۱): په کونړ ولایت کې د موټرو يوه مستري په خپل شخصي لګښت ۴۰۰ یتيم ماشومانو ته د اختر جامې وپېرلې.
رحمت الله خاکسار چې د کونړ مرکز اسعداباد اړوند نواباد سیمه کې د موټر جوړولو ورکشاپ لري؛ پژواک اژانس ته وويل چې د خپلو بچيانو له لګښته يې پيسې سپمولې او دغو يتيمانو ته يې پرې د اختر جامې اخيستې دي.
ده وويل، پر یادو ۴۰۰ جوړو جامو ۱۱۰زره افغانۍ لګښت شوی.
نوموړي زیاته کړه: «له څو مياشتو راهيسې مې د خپلو بچيانو لګښت کم کړی؛ پیسې مې سپمولې او اوس مې بې سرپرستو او يتيمو ماشومانو ته ورباندې د اختر لپاره جامې واخيستې.»
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن