[restrict paid=”true”]
کابل (پژواک، ۳ غویی ۱۴۰۱) : د افغانستان له سرحدي ځواکونو سره تر شخړې وروسته ایران له هرات ولایت سره خپله پوله تړلې ده.
د شفق نیوز په نامه یوې رسنۍ د غویي په ۳مه، د ځایي ایراني چارواکو په حواله خبر ورکړی چې له افغانستان سره د ایران تر ټولو ستره لاره چې د هرات ولایت په اسلام کلا کې ده، نن تړل شوې ده.
سرچینې زیاته کړې چې هلته د دواړو هېوادونو د سرحدي ځواکونو ترمنځ پر کومې موضوع شخړه رامنځته شوې ده.
بلخوا په ټولنیزو شبکو کې داسې ویډیو خپره شوې چې ګواکې د دواړو هېوادونو سرتیري د یو بل پر وړاندې سره په ماشه کې دي او پر کومې موضوع یې ترمنځ لانجه پیدا شوې ده.
افغانستان لپاره د ایران د ولسمشر ځانګړي استازي حسن کاظمي قومي په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې افغان لوري په سرحدي سیمه کې له مشورې پرته د کوم سړک جوړولو هڅه کوله چې له امله یې دا شخړه پیدا شوه.
هغه زیاته کړې چې ایراني سرحدي ځواکونو د افغان لوري د دغه کار مخه نیولې ده.
بلخوا په اسلام کلا کې افغان مسوولینو ویلي چې د ایراني سرحدي ځواکونو موټر د دوی خاورې ته ننوتلی و او دوی نیولی دی.
هغه طلوع نیوز ته ویلي چې ایراني چارواکو د افغانستان له کورنیو او دفاع وزارتونو سره موضوع شریکه کړې ده.
[/restrict]
Views: 816
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن