Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کرزی: د نجونو ښوونځیو پيلېدل او کار ته د ښځو تګ د افغانستان د خلکو غوښتنه ده

کابل (پژواک، ۳ غویی ۱۴۰۱): د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د مدني ټولنو له یو شمېر فعالانو سره لیدنه کې ویلي، یو ځل بیا د نجونو ښوونځیو پر پیلېدو او دندو ته د ښځو پر تګ ټینګار کوي.

د حامد کرزي له دفتره په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې نوموړي نن د غويي په درېیمه په کابل کې د مدني تولنې له یو شمېر فعالانو سره ولیدل.

سرچینه لیکي، د مدنې ټولنې یو شمېر استازو په دې لیدنه کې د نجونو ښوونځیو خلاصېدو او کارونو ته د ښځو پر تګ ټینګار کړی دی.

دوی ټینګار کړی چې د هېواد ښځې دې هم د نارینه وو په څېر زده کړې وکړي او له خپلو وروڼو سره دې د هېواد د پرمختګ په برخه کې هڅه او کوښښ وکړي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.