منځپانګې ته تلل
یکشنبه 18 اکتوبر 2026 · کابل 8:52 غ.م
ننوتل
13° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑20° ↓7°
د هوا کیفیت: منځنی
ښوونه او روزنهغړي

کرزی: د نجونو ښوونځیو پيلېدل او کار ته د ښځو تګ د افغانستان د خلکو غوښتنه ده

· 1 دقیقه لوستل · 237 کتنې

کابل (پژواک، ۳ غویی ۱۴۰۱): د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د مدني ټولنو له یو شمېر فعالانو سره لیدنه کې ویلي، یو ځل بیا د نجونو ښوونځیو پر پیلېدو او دندو ته د ښځو پر تګ ټینګار کوي.

د حامد کرزي له دفتره په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې نوموړي نن د غويي په درېیمه په کابل کې د مدني تولنې له یو شمېر فعالانو سره ولیدل.

سرچینه لیکي، د مدنې ټولنې یو شمېر استازو په دې لیدنه کې د نجونو ښوونځیو خلاصېدو او کارونو ته د ښځو پر تګ ټینګار کړی دی.

دوی ټینګار کړی چې د هېواد ښځې دې هم د نارینه وو په څېر زده کړې وکړي او له خپلو وروڼو سره دې د هېواد د پرمختګ په برخه کې هڅه او کوښښ وکړي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې کرزي دغه غوښتنه پر حق وبلله او ویې ویل، دا د ټولو افغانانو غوښتنه ده.

حامد کرزي یو ځل بی د نجونو ښوونځیو پر خلاصېدو او دندو ته د ښځو پر تګ ټینګار کړی دی.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

احمدشاه عرفانیار
پېژندپاڼه او ټول راپورونه

اړوند خبرونه

ټول ښوونه او روزنه
دولت او سياست

د ا.ا مشر: د ټولنې د اصلاح او فساد د له منځه تلو لپاره د زده‌ګړو د بهير دوام اړين دی

ښوونه او روزنه

د پژواک د راپورونو له خپرېدو وروسته په زرنج کې یو شمېر تړلي ښوونځي بېرته فعال شول

ښوونه او روزنه

کرزی: د نجونو پر مخ دې د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانیستل شي

ښوونه او روزنه

د معالجوي طب د فعالیت جواز ترلاسه کولو ازموینه واخیستل شوه

ښوونه او روزنه

کرزی: زده‌کړې د افغانستان د خپلواکۍ او عزت لپاره حیاتي دي

ښوونه او روزنه

د ښوونکي نړۍواله ورځ؛ یوناما د افغانستان له ښوونکو مننه کړې ده

ښوونه او روزنه

په شپږو زندانونو کې د بندیانو لپاره د کسب‌زده‌کړې دوه کلنه پروژه پیل شوه

ښوونه او روزنه

د پژواک د راپور اغېز؛ سپین‌غر پوهنتون د نفیع‌الله د لوړو زده‌کړو د بشپړ مالي ملاتړ ژمنه وکړه