ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تېره اوونۍ په افغانستان کې ۲۸۹ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

تېره اوونۍ په افغانستان کې ۲۸۹ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

author avatar
23 Apr 2022 - 16:31
تېره اوونۍ په افغانستان کې ۲۸۹ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
author avatar
23 Apr 2022 - 16:31

کابل (پژواک، ۳ غویی ۱۴۰۱): په افغانستان کې د تېرې زمري میاشتې له سیاسي بدلون وروسته، تېره اوونۍ تر ټولو خونړۍ وه؛ په دې اوونۍ کې لږ تر لږه ۱۲۸ کسان وژل شوي دي او ۱۶۱ نور ټپيان وو.

  • پر خوست او کونړ د پاکستان بریدونه په پراخه کچه وغندل شول.
  • افغان پلاوی په قطر کې د افغانستان د نړۍوالو هوایي ډګرونو د تړون پر تخنیکي مسایلو بحث کوي.
  • تېره اوونۍ له افغانستان سره د نغدي مرستو کچه ۷۲۴ میلیون ډالرو ته ورسېده.
  • نړۍوال بانک په افغانستان کې د ۴۵۰ میلیون ډالرو په ارزښت د درېیو درېدلو پروژو کار بیا پیلوي.
  • تېره اوونۍ هم بېلابېلو سرچینو د نجونو د منځنیو ښوونځیو او لېسو د پرانيستې غوښتنه وکړه.
  • تېره اوونۍ په افغانستان کې ۲۸۹ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

خونړۍ اوونۍ

تېره اوونۍ په افغانستان کې لږ تر لږه ۱۲۸ کسان وژل شوي دي او ۱۶۱ نور ټپيان وو.

د مرګ ژوبلې په یادو شمېرو کې د طبیعي پېښو مرګ ژوبله نه ده شامله.

د راپورونو له مخې، د پاکستان جنګي جېټ الوتکو د وړمې جمعي په شپه (د وري ۲۶مه) په خوست کې د وزیرستاني کډوالو پر کورونو او د کونړ پر شلتن ولسوالۍ بمبار وکړ.

ځایي چارواکي وایي، په خوست کې د پاکستان د هوايي بريد له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ۴۱ کسان ووژل شول او ۲۱ نور ټپیان وو. دغه راز په کونړ کې د دغه هېواد په هوايي بريد کې شپږ کسان ووژل شول.

تېره اوونۍ په کابل کې د پولیسو یو افسر قسیم قایم ووژل شو، په قوای مرکز سيمه کې چاودنې یو کس ټپي کړ، په دشت برچې کې په درېيو چادونو کې شپږ کسان ووژل شول او ۲۰ نور ټپیان وو او د فاضل بېک په سيمه کې چادونې دوه ماشومان ټپيان کړل.

دغه راز راپورونه ښیي چې په کندوز ښار او د دغه ولایت په امام صاحب او قلعه زال ولسواليو کې د چاودنو او هدفي بريد له امله ۴۰ کسان وژل شوي او ۷۰ نور ټپیان دي؛ د دغو بریدونو مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخيستی.

د راپورونه له مخې، په بلخ ولایت کې چاودنې- چې داعش یې مسوولیت منلی- ۱۲ کسان ووژل او ۴۱ نور ټپیان کړل او د بلخ په مرکز مزار شریف کې له امنیتي ځواکونو سره په نښته کې د عطامحمد نور د خور زوی او یو بل کس ووژل شول.

ځایي سرچینې وايي، په ننګرهار کې د امنيتي ځواکونو پر رينجر موټر چاودنه کې څلور کسان ووژل شول او يو بل ټپي و، په اروزګان کې د یوې سرګلولې چاودنې یو ماشوم وواژه او بل یې ټپي کړ، په نورستان کې يوه کس خپل پلار وژلی و او بلخوا په همدغه ولايت کې د دوو کورنیو ترمنځ په خپلمنځي نښته کې درې کسان وژل شوي وو.

د راپورونو له مخې، په کندهار او غور ولایتونو کې د یوه کس مړی وموندل شو، په فارياب کې د ناچاودو توکو چاودنې پنځه ماشومان ووژل او يو یې ټپي کړ او د فاریاب په مرکز ميمنه کې ناپېژاندو وسله والو يو کس وژلی و.

دغه راز راپورونه ښیي چې تېره اوونۍ په میدان وردګو ولایت کې يو کس د کورنۍ شخړې له امله وژل شوی و او يوه ورور خپله خور په چړو وژلې وه.

امنیتي چارواکي وايي، په سمنګان کې د مارشال دوستم ځانګړی ساتونکی د شخصي دښمنۍ په نتیجه کې ووژل شو، په سرپل کې يوه کس د قرانکريم دوه حافظان ټپيان کړل او په دايکنډي کې يو کس بیا د شخصي دښمنۍ له امله ووژل شو.

وړمه اوونۍ په افغانستان کې لږ تر لږه ۲۶ کسان وژل شوي او درې نور ټپيان وو.

دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې د تېر کال د زمري میاشتې له بدلون مخکې، په جګړو کې هره اوونۍ سلګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښته.

له پژواک سره د ثبت شوو شمېرو له مخې، له یاد بدلون مخکې لږ تر لږه په پنځو اوونیو (یوه میاشت او پنځه ورځې) کې یوازې ۱۸۲۲ ملکي وګړي وژل شوي او ټپیان وو. هغه مهال د ښکېلو لورو د نظامیانو د مرګ ژوبلې کچه هم ډېره لوړه وه، خو پژواک یې ثبت شوې شمېرې نه لري.

د بریدونو غندنه

تېره اوونۍ په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازولۍ پر خوست او کونړ د پاکستان بریدونه د افغانستان پر خاوره ښکاره تېری وباله او په دې تړاو يې د ملګرو ملتونو امنيت شورا ته رسمي شکايت وکړ.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت هم د پاکستان د یادو بریدونو په تړاو تېره اوونۍ (یکشنبه) په کابل کې د پاکستان سفیر احضار کړ او په ټینګار سره یې د بیا تکرار د مخنیوي غوښتنه وکړه.

د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې خلکو د لاریونونو په ترڅ کې د پاکستان یاد بریدونه غندلي او له خپل هېواده یې دفاع ته چمتووالی ښودلی دی.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ (یوناما) هم پر افغانستان د پاکستان بریدونو کې ملکي وګړو ته پر اوښتې مرګ ژوبلې اندېښنه ښودلې، ویلي یې دي چې ‎په هیڅ ډول نښتو کې دې ملکي خلک نه په نښه کېږي.

تېره اوونۍ په افغانستان کې پر ملکي وګړو بریدونه هم د هېواد دننه او هم بهر په پراخه ډول وغندل شول.

قطر ته د افغان لوړپوړي پلاوي سفر

تېره ورځ د ټرانسپورټ او هوايي چلن د سرپرست وزیر ملا حمیدالله اخندزاده په مشرۍ یو لوړپوړی پلاوی قطر ته تللی او د دغه سفر موخه د افغانستان د پنځو نړیوالو هوايي ډګرونو د قرارداد پر تخنیکي مسایلو بحث بلل شوی دی.

دغه راز، د افغانستان لپاره د بریتانیې سفیر هيوګو شارتر په قطر کې د افغانستان د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي سره په لیدنه کې په افغانستان کې د کوکنارو د کر د مخنیوي هرکلی کړی او ویلي یې دي چې هېواد یې د نوي افغان حکومت پر خلاف د وسله وال مخالفت ملاتړ نه کوي. د نشه یي توکو د کر د مخنیوي فرمان د روان کال د وري په ۱۴مه صادر شو.

د مرستو دوام

تېره اوونۍ د نړیوالې ټولنې د ۳۲ میلیون ډالرو نغدي مرستو ۲۵مه کڅوړه کابل ته راورسېده؛ په افغانستان کې له سياسي بدلون وروسته تر اوسه د دغو مرستو کچه ۷۲۴ میلیون ډالرو ته رسېدلې ده.

دغه راز د امریکا متحده ایالتونو چارواکو ویلي چې په پاکستان کې له مېشت افغان کډوالو سره ۴۸ میلیونه ډالر مرسته کوي.

تېره اوونۍ د ترکیې د بشري مرستو څلورمه جوپه- چې نږدې زر ټنه خوراکي او غیر خوراکي توکي په کې شامل دي، افغانستان ته راورسېده. عربي متحده اماراتو هم تېره اوونۍ له افغانستان سره د ۳۰ ټنه خوراکي توکو مرسته وکړه.

له ماشومانو د ملګرو ملتونو د ملاتړ صندوق (یونیسف) وايي، د روان کال تر پایه په افغانستان کې پر خوارځواکۍ د اخته ۱،۱ میلیون ماشومانو درملنې ته ژمن دی.

دغه راز، د اسلامي همکاریو سازمان د خوړو خوندیتوب برخې مشر یرلان باډویلټ وايي، په افغانستان کې د نابشپړو پروژو بېرته پیلېدو لپاره د مرستو راټولولو په برخه کې همکاري کوي.

تېره اوونۍ ملګري ملتونو ويلي وو، د اوکراین جګړې د افغانستان او ځینو نورو هېوادونو له ناورینونو سره د مقابلې لپاره د تمویلوونکو ژمنې اغېزمنې کړې نه دي او دغه سازمان له ځینو بسپنه ورکوونکو د ډېرو همکاریو تمه لري.

دغه راز رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې نړیوال بانک په افغانستان کې د روغتیا، کرنې او د ژوند لومړنیو اړتیاوو په برخه کې د ۴۵۰ میلیون ډالرو په ارزښت د درېیو درېدلو پروژو کار بېرته پیلوي.

د نجونو ښوونځيو پیلېدو غوښتنه

د روان لمریز کال په پیل کې په هېواد کې ښوونیز کال پیل شو، خو د افغانستان سرپرست حکومت د نجونو د منځنیو ښوونځیو او لېسو پیل تر بل امر پورې وځنډاوه. د پوهنې وزارت وایي، پر یوې طرحې یې کار کړی چې د مشرتابه له خوا له منظورۍ وروسته به یاد ښوونځي پرانيستل شي.

دغه اقدام په کور دننه او بهر له غبرګونونو سره مخ شو.

دغو غبرګونونو تېره اوونۍ هم دوام درلود.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت په دې اړه ويلي، که چېرې د افغانستان سرپرست حکومت د نجونو ښوونځیو د پیل ځنډولو له پرېکړې پر شا نه شي، دا به له افغانستان سره د امريکا او نړيوالې ټولنې اړيکې خراب حالت بوځي.

تېره اوونۍ د پاکستان د کراچۍ دارالعلوم مهتمم او د دغه هېواد د دیني مدرسو اتحادیې (وفاق المدارس) مشر مفتي محمد تقي عثماني د اسلامي امارت له مشرتابه په یوه لیک کې د نجونو ښوونځیو پرانيستل کېدو غوښتنه وکړه.

د ماشومانو د ژغورنې صندوق (Save the children) وايي، په افغانستان کې د نجونو پر ثانوي زده کړو بندیز له امله اتيا سلنه نجونې له زده کړو بې برخې شوې او يونيسف وايي چې دا مهال د ۱.۱ ميليون نجونو له ډلې ۸۵۰زره یې له زده کړو بې برخې شوې دي.

تېره اوونۍ په کابل کې هم یو شمېر مدني بنسټونو، سیاسي ګوندونو او قومي شوراګانو د نجونو ښوونځیو بند پاتې کېدل د یوه نسل پر وړاندې لوی ظلم وباله او د دغو ښوونځیو د ژر پرانيستو غوښتنه یې وکړه.

Visits: 184

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.