Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د هلمند په نوزاد کې ۹۰ سیمه ييز ټولګي جوړېږي

[restrict paid="true"]

لښکرګاه (پژواک، ۴ غوایی ۱۴۰۱): د هلمند ولايت مسوولین وايي، د دغه ولايت په نوزاد ولسوالۍ کې د ۹۰ سيمه ييزو ټولګیو د جوړېدو چارې پيل شوې دي.

د هلمند ولایت د پوهني ریاست مرسیتال حافظ حکیمي پژواک خبري آژانس ته وويل، دغه ځایي ټولګي د ژغورني نړیوالې کمېټې(IRC)  په مالي لګښت جوړېږي.

ده زياته کړه، په دې سره به د نوزاد ولسوالۍ کابو ۳۱۵۰ ماشومانو، ځوانانو او ښځو ته د لومړنیو زده کړو زمینه برابره شي.

هغه دغه راز وويل چې ۷۵ ټولګي به د نارينه وو او ۱۵ نور د ښځو لپاره ځانګړي شي.

نوموړي وويل، ياده موسسه د خپلې پاليسۍ له مخې د دغو ټولګیو د لګښت په اړه معلومات نه شريکوي؛ نو ځکه دوی هم نه پوهېږي چې څومره لګښت پرې راځي.

[/restrict]

 

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.