لښکرګاه (پژواک، ۵ غويی ۱۴۰۱): د هلمند اوسېدونکي او روغتيايي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په ميله ځايونو کې په خپل سر او بې کیفیته درملو پلور ډېر شوی دی.
ځايي حکومتي چارواکي وايي چې د دغه کار د مخنيوي لپاره يې تازه هڅې پېل کړې دي.
د هلمند اوسېدونکي وايي چې د مرکز لښکرګاه په شمول په کابو ټولو ولسواليو کې د اوونۍ په بېلابېلو ورځو کې د توکو د پېر او پلور په موخه مېلې جوړېږي.
دوی وايي، په دې وروستيو کې يادو مېله ځايونو ته ځيني خلک تاريخ تېر او بې کيفيته درمل د پلورلو لپاره وړي چې دې چارې خلک او روغتيايي مسوولین اندېښمن کړي.
د ناوې ولسوالۍ اوسېدونکي سیدرسول پژواک خبري اژنس ته وویل: «موږ چې هرې میلې ته لاړ شو، په لسګونه خلک درمل راوړي او پر خلکو يې له نسخې پرته پلوري.»
ده د عامې روغتيا له مسوولینو وغوښتل چې د خپل سرو درملو د پلورلو مخه دې ونيسي.
د مرکز لښکرګاه اوسېدونکي ډاکټر شبیراحمد نصرت هم په دې اړه پژواک ته وويل: «درمل زهر دي او خلکو ته له نسخې پرته د درملو ورکړه د ګټې پرځای زيان رسوي او بېلا بېلې ناروغۍ رامنځته کوي.»
بلخوا، د یاد ولایت روغتیايي مسوولین وايي چې په خپل سر درملو د پلور د مخنيوي لپاره يې نوې طرحه جوړه کړې او ژر به عملي شي.
د هلمند د عامې روغتيا ريیس ډاکټر سید احمد سعید پژواک ته په دغه ولايت کې د ځينو کسانو له خوا د خپل سرو درملو پلورل تاييد کړ؛ خو زياته يې کړه چې د مخنيوي لپاره به يې ژر اقدام وشي.
ده زياته کړه: «د ولايت مقام او امنيتي ارګانونه مو په جريان کې اچولي او ډېر ژر به يو ګډ کمېسیون جوړ کړو او په خپل سري ډول درمل پلورلو مخه به ونيسو.»