کابل (پژواک، ۵ غويی ۱۴۰۱): اقتصادي کمېسیون، کابل کې د ۱۵۰ فابریکو جوړولو وړاندیز تایید کړ او یوې کمېټې ته یې دنده وسپارله چې د قراردادي شرکتونو د حوالو، تضمیناتو او پر پخواني حکومت د پاتې پورونو ستونزې ته حل لار پیدا کړي.
د ریاستالوزراء د لومړي مرستیال مطبوعاتي دفتر په خبرپاڼه کې راغلي چې د ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ اقتصادي کمېسیون د مالیې وزارت په مشرۍ؛ د ټولګټو وزارت، صنعت او سوداګرۍ وزارت، د افغانستان بانک، د اقتصادي کمېسیون او د قراردادي شرکتونو د استازو په ګډون یوې ګډې کمېټې ته دنده وسپارله، څو د قراردادي شرکتونو د حوالو، تضمیناتو او پر پخوانۍ ادارې د دوی د پاتې طلباتو ستونزې ته یو مناسب حل پيدا کړي.
سرچینې لیکلي چې اقتصادي کمېسیون همدارنګه د ښارجوړونې وزارت هغه وړاندیز د تایید او تطبیق وړ وباله چې له مخې یې د بیجینګ - ننګرهار ساختماني او تولیدي شرکت له لوري د پیروزي پروژې اړوند صنعتي پارک کې ۱۵۰ کوچنۍ او متوسطې فابریکې جوړېږي.
دغه راز په خبرپاڼه کې راغلي چې د اقتصادي کمېسیون په یاده ناسته کې، له مفصل بحث وروسته پرېکړه وشوه چې A80 ۲۷۰۰ ټنه تېل چې د افغانستان خاورې ته راوړل شوي؛ قراردادي شرکتونه دې د في ټن تېلو پر سر ۲۵ ډالر- چې له دې مخکې یې د نفتو او ګازو دولتي شرکت ته ورکول- له دې پرېکړې وروسته دې د سټنډرډ ملي ادارې ته ورکړي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې چې دغه شرکتونه به د سټنډرډ ملي ادارې ته د في ټن تېلو پر سر ۱۰ ډالر د یادې ادارې د لابراتواري وسایلو د ترمیم په موخه هم ورکوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP