Pajhwok Afghan News

د پلاستیکي جراحي یوه ډاکټر ۱۹۰ پېچلي عملیات وړیا ترسره کړي

کابل (پژواک، ۶ غویی ۱۴۰۱): د عامې روغتیا وزارت د پلاستیکي جراحي ډاکټر عبدالغفار غیور له خوا په تېرو دوو میاشتو کې د پرې شونډو او چاک تالو له ۱۹۰ پېچلو وړیا عملیاتو خبر ورکړی او د هغه دغه کار یې ستایلی دی.

د پلاستیکي جراحي ډاکټر عبدالغفار غیور څه موده مخکې له ترکیې هېواده افغانستان ته راستون شوی دی.

د عامې روغتیا وزارت د مطبوعاتي دفتر له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، دغه ډاکټر له دوو میاشتو په کمه موده کې د پرې شونډو او چاک تالو ۱۸۵ ستونزمن عملیات د هېواد په بېلابېلو ولایتونو وړیا ترسره کړي دي.

دغه وزارت وایي چې ډاکټر عبدالغفار غیور د یاد وزارت د سلاکارانو او رییسانو له خوا په یوه ناسته کې وستایل شو.

Views: 192

Exit mobile version