ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

راشد خان یو ځل بیا د هند د کرکټ غوره لیګ سیالیو کې وځلېد

راشد خان یو ځل بیا د هند د کرکټ غوره لیګ سیالیو کې وځلېد

author avatar
28 Apr 2022 - 00:10
راشد خان یو ځل بیا د هند د کرکټ غوره لیګ سیالیو کې وځلېد
author avatar
28 Apr 2022 - 00:10

کابل (پژواک، ۷ غویی ۱۴۰۱) : د افغانستان او نړۍ د کرکټ وتلی ستوری راشد خان نن یو ځل بیا د هندوستان د کرکټ په غوره لیګ سیالیو کې ښه وځلید او خپله لوبډله یې بریا ته ورسوله.

د راشد خان نوې لوبډلې ګجرات نن له پخوانۍ لوبډلې حیدر اباد سره لوبه وه، د حیدر اباد لوبډلې لومړۍ توپوهنه وکړه او په ټاکل شویو ۲۰ اورونو کې یې ۱۹۵ منډې جوړې کړې او ګجرات ته یې د ۱۹۶ منډو هدف ورکړ.

په توپ اچونه کې راشد خان نن ښه ونه ځلید او په څلورو اورونو کې یې پرته له دې چې کوم لوبغاړی وسوځول ۴۵ منډې ورکړې.

د ګجرات لوبډلې ته د یاد هدف ترلاسه کولو لپاره د وروستي اوور په شپږ توپونو  ۲۰ منډې پکار وې، راشد خان په میدان کې ولاړ و  او ددریېو شپږیزو وهلو سره یې یاد هدف ترلاسه او خپله لوبډله یې بریا ته ورسوله.

راشد خان په ټولیزه توګه په دې لوبه کې په یوولسو توپونو د څلورو شپږیزو پر مټ ۳۱ ناسوځیدلې منډې جوړې کړې.

ګجرات تر اوسه اته لوبډلې کړې او اوه یې ګټلي دي، په جدول کې ۱۴ نمرو سره لومړی مقام لري.

تر دې مخکې هم راشد خان په یوه لوبه کې د شې توپوهنې سره خپله لوبډله بریا ته رسولې وه او لوبې غوره لوبغاړی اعلان شوی و.

Visits: 634

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.