[restrict paid="true"]
جلال اباد (پژواک، ۹ غويی ۱۴۰۱): د ننګرهار ولايت د سره رود ولسوالۍ په یوه کور کې د زړې سرګلولې د چاودنې له امله، يوه ماشومه وژل شوې او يوه ښځه او دوه ماشومان ټپيان دي.
د سره رود ولسوالۍ امنيه قوماندان قاري اکرام الله پژواک اژانس ته وويل، دغه چاودنه نن سهار شاوخوا نهه بجې او ۳۰ دقيقې د دغې ولسوالۍ د «ککړک» سيمې په يو کور کې شوې ده.
د ده د معلوماتو له مخې، د یادې کورنۍ ماشومانو ياده سرګلوله په بيديا کې پيدا کړې وه او هغه مهال وچاودېده چې کور کې يې د کباړ په نيت ماتوله.
د هغه د معلوماتو له مخې، چاودنه کې يوه ماشومه وژل شوې او يوه ښځه او دوه ماشومان ټپيان دي.
دی وايي، ټپيان د درملنې لپاره روغتون ته وړل شوي دي.
د سيمې يو اوسېدونکي اول ګل وويل، وژل شوې ماشومه او یاد ټپیان د یوې بېوزلې کورنۍ غړي دي، چې له مجبورۍ يې ماشومانو خس راټولول او ياده سرګلوله يې هم د خسو ټولولو پرمهال پيدا کړې وه.
د ننګرهار لرې پرتې سيمې لا هم له زړو ناچاوده توکو سمې نه دي پاکې شوي او له امله يې کله کله دغه ډول پېښې رامنځته کېږي.
[/restrict]
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP