ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ډاکټر عبدالله له هېواده بهر ولاړ

ډاکټر عبدالله له هېواده بهر ولاړ

author avatar
30 Apr 2022 - 18:27
ډاکټر عبدالله له هېواده بهر ولاړ
author avatar
30 Apr 2022 - 18:27

کابل (پژواک ۱۰ غویی ۱۴۰۱): په هېواد کې د نوي نظام له ټينګښت وروسته په لومړي ځل د مصالحې عالي شورا مخکیني مشر ډاکټر عبدالله عبدالله له هېواده بهر سفر وکړ.

سرچينې وايي چې نوموړي هند ته روان شوی دی.

ډاکټر عبدالله نن (شنبه) په خپل فېسبوک کې د اختر په مناسبت په خپاره کړي پیغام کې هېوادوالو ته د اختر مبارکۍ ورکولو ترڅنګ ويلي چې د سږکال اختر په ورځو کې د شخصي سفر له امله به څو ورځې له هېواده بهر وي.

نوموړي په دې پیغام کې پر سیاسي مشارکت، ملي یووالي، یو بل منلو او اجتماعي عدالت ټینګار کړی او وايي: “د همدې ارزښتونو په پام کې نيولو سره هڅه کوي په افغانستان کې د خلکو لپاره ښېرازۍ ته کار وکړي.”

ده زياته کړې: “د کورنۍ جګړې مخنیوی د ټولګډونه حکومت د جوړېدو له پرېکړې سره تړلی دی.”

په هېواد کې د تېر (۱۴۰۰) کال د زمري د ۲۴مې له تحول راپدېخوا دا لومړی ځل دی چې ډاکټر عبدالله له هېواده بهر سفر کوي.

له عبدالله مخکې د مشرانو جرګې مشر فضل الهادي مسلمیار هم دوبۍ ته په سفر تللی و او له څو ورځو سفر وروسته بېرته وطن ته را ستون شو.

Views: 107

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.