کابل (پژواک، ۱۰ غویی ۱۴۰۱): د افغانستان برېښنا شرکت مسوولین وایي چې د سوېلي سالنګ په تاخمه سیمه کې د وارداتي برېښنا الوځول شوې پايې به په اوونۍ کې ترميم شي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره شپه د پروان ولایت اړوند د سوېلي سالنګ په تاخمه سیمه کې د وارداتي برېښنا دوه پایې پر ماینونو الوځول شوې چې له امله یې د کابل او ۱۰ نورو ولایتونو برېښنا پرې شوې ده.
د برېښنا شرکت وياند حکمت الله ميوندي پژواک ته وويل چې يادې سيمې ته پنځه کار ټيمونه استول شوي دي.
هغه وايي، د نن ورځې تر پايه به ١٥٠ ميګاواټه برېښنا وصل شي چې کابل او يو نږدې ولايتونو ته به ورکول شي.
هغه زياتوي چې د يادو دوو الوځول شوو پايو اساسي ترميم به دوه اوونۍ وخت واخلي.
په ورته وخت کې د پروان د برېښنا شرکت هم د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې د نن ورځې تر پایه به د کابل او نږدې ولايتونو برېښنا د لنډمهال لپاره وصل شي.
سرچینې زیاته کړه چې د الوځول شوو پايو اساسي ترميم درې ورځې وخت ته اړتيا لري.
دغه راز د افغانستان برېښنا شرکت له خلکو او امنیتي مسوولینو غوښتي چې د برېښنا تاسیساتو خوندي ساتنې ته پاملرنه وکړي او د دغسې پېښو مخه دې ونیسي.
د يادونې ده، له کلونو راهيسې په سالنګ او ځينو نورو سيمو کې د برېښنا پايې الوځول کېږي، بيا د څو ورځو لپاره وارداتي برېښنا پرې وي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP