ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ملګري ملتونه وایي افغانستان کې له رسنیو ملاتړ کوي

ملګري ملتونه وایي افغانستان کې له رسنیو ملاتړ کوي

author avatar
30 Apr 2022 - 14:54
ملګري ملتونه وایي افغانستان کې له رسنیو ملاتړ کوي
author avatar
30 Apr 2022 - 14:54

کابل (پژواک، ۱۰ غویی ۱۴۰۱): کابل کې د مطبوعاتو د نړیوالې ورځې په مناسبت جوړه شوې ناسته کې افغانستان کې د رسنیو پر وضعیت اندېښنه څرګنده شوه او له چارواکو وغوښتل شول چې د رسنیو په اړه کړیو ژمنو ته ژمن پاتې شي.

د مطبوعاتو نړیواله ورځ (د مې درېیمه) له ۱۹۹۳زیږدیز کال راهیسې په ټوله نړۍ کې نمانځل کېږي.

نن په همدې مناسبت کابل کې د ملګرو ملتونو د استازولی (یوناما) دفتر کې د یوناما، د ملګرو ملتونو د ښوونیز، علمي او فرهنګي سازمان (یونسکو)، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا، د افغانستان د یو شمېر رسنیو استازو او خبریالانو په ګډون، یوه ناسته جوړه شوې وه.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د استازولۍ مرستیالې (یوناما) «مته نودسن» په دغه ناسته کې وویل، اوس افغانستان کې خبریالان له بد وضعیت سره مخ دي؛ یو شمېر افغان خبریالان له هېواده وتلو ته اړ شوي، ځینو دندې له لاسه ورکړي او  یو شمېر نور په همدې وضعیت کې خپلو کارونو ته دوام ورکوي.

هغې زیاته کړه، افغانستان کې ۴۰ سلنه رسنیو خپل فعالیت درولی او له هر پنځو خبریالانو څلور یا له ستونزو سره مخ شوي او یا یې هم خپلې دندې له لاسه ورکړي دي چې په دې برخه کې ښځینه خبریالانې تر ټولو ډېرې زیانمنې شوي دي.

نودسن افغان خبریالانو ته په خطاب کې وویل: «ملل متحد او یوناما دواړه له تاسو سره ولاړ دي، موږ پوهېږو چې تاسو له کومو ستونزو سره مخ یاست، موږ به ستاسو لپاره د عدالت غوښتنه کوو.»

دې په داسې حال کې چې ویل یې څو ځله یې د افغانستان د سرپرست حکومت له چارواکو سره د رسنیو پر ستونزو خبري کړي، هیله څرګنده کړه چې د خبریالانو د کار پر وړاندې شته شتونزې حل شي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا، ځانګړي راپورورکوونکي ریچارد بنت هم د مطبوعاتو نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه وېډیویي پیغام کې وویل: «د خبریالانو پر وړاندې ګواښونه زیات شوي، موږ له چارواکو غوښتنه کوو چې د رسنیو حقونو ته ژمن پاتې شي.»

ده وویل، دا مهال د افغانستان رسنۍ تر ټولو زیات ملاتړ ته اړتیا لري.

په نننۍ ناسته کې د مطبوعاتو د نړیوالې ورځې په مناسبت د یونسکو د عمومې مشرې «ادري ازولي» پیغام هم ولوستل شو. په پیغام کې راغلي چې ژورنالیزم یوه عامه ښېګڼه ده او دوی یې ملاتړ او دفاع کوي.

سرچيني لیکلي: «د افغانستان خلک کره، تازه، باوري او وړیا معلوماتو ته اړتیا لري، چې دا یې حق هم دی. د مطبوعاتو پر ازادۍ د محدودیتونو، د خبریالانو او د مدني ټولنې د فعالانو پر وړاندې تاوتریخوالي، زنداني کولو او د ښځینه خبریالانو د غږ خاموشه کولو په اړه راپورونه د اندېښنې وړ دي، او همدا ډول هغه راپورونه چې په تېرو څو میاشتو کې په افغانستان کې ځینو رسنیو خپل فعالیتونه، د بدلون او مالي ستونزو له امله درولي دي. دا کار ښایي په افغانستان کې د مطبوعاتو د تنوع له منځه تللو سبب وګرځي.»

په دغه پیغام کې راغلي چې یونسکو د خبریالانو د توقیف او پر رسنیو د زیاتیدونکو محدودیتونو په اړه اندېښنه لري او له ټولو غواړي چې د مطبوعاتو ازادۍ او د ژورنالیستانو حقونه خوندي کړي، ترڅو وکولی شي د نیول کېدو له وېرې پرته خپل مسلک عملي کړي.

د طلوع نیوز خصوصي ټلویزیون مشر چې د رسنیو په استازیتوب یې خبرې کولې، په نننۍ ناسته کې وویل، د افغانستان رسنۍ د ازاد ژورنالیزم اصولو او اخلاقو ته ژمنې دي.

ده د افغانستان د سرپرست حکومت له چارواکو وغوښتل چې د ازادو رسنیو فعالیت د دوام او د بیان ازادۍ د خوندیتوب په اړه پر خپل ژمنو کلک و درېږي.

ده وویل: «د ازادو رسنیو فعالیت په افغانستان کې یو مهم ارزښت دی چې خوندیتوب یې نه یوازې د رسنیو د کورنۍ، بلکې د حکومت یوه مهم ذمه واری هم ده. دا هم کمال دی او هم مسوولیت دی چې موږ د دغه ارزښت د خوندیتوب په اړه یو بل ته لاس ورکړو.»

د هغه په وینا، د رسنیو کار د دوام لپاره نوي قانون ته اړتیا ده، څو بعدي او عمومي مفاهیم نه شي کولی چې د رسنیو فعالیت لپاره لاره وټاکي.

ده وویل: «ستونزه دا ده چې له څو میاشتو راهېسې د بېلابېلو ادرسونو له امله موږ په عجیبه سرګردانۍ کې راایسار یو، د دې حالت د ختمولو لپاره مو هیله دا ده چې په لنډ وخت کې د شکایتونو کمېسیون خپل فعالیت پیل کړي.»

هغه وایي، رسنیزو سرغړونو ته د رسېدنې یاد کمیسیون باید مستقل او با صلاحیته وي ترڅو وکولی شي د رسنیو ستونزو ته رسېدنه وکړي.

صافي زیاته کړه چې رسنۍ له بد اقتصادي وضعیت سره مخ دي او همدا لامل شو چې یو شمېر رسنۍ خپل فعالیت ودروي.

ده له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې په افغانستان کې له رسنیو ملاتړ او په اقتصادي برخه کې ورسره مرستې وکړي.

افغان چارواکو تراوسه د نننۍ ناستې د ویناوالو د څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي، خو تېره ورځ د حکومت د مشرتابه په اختریز پیغام کې راغلي: «اسلامي امارت د بیان ازادۍ ته هم  د ملي ګټو او اسلامي ارزښتونو په رڼا کې  ژمن دی  او د سالمو او مثبتو نشراتو حمایت کوي، زموږ ټول نشراتي ارګانونه هغه که امارتي دي او که آزاد، باید د خپل ولس ګټې په نظر کې ولري او د خپلو اسلامي معتقداتو او مشروع رواجونو په نظر کې نیولو سره مثبت او رغنده نشرات وکړي.  »

Views: 15

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.