کابل (پژواک،۱۰ غویی ۱۴۰۱): یوناما په کابل کې د خلیفه صاحب پر جومات پرونی برید غندلی او یلي یې دي، پر ملکي وګړو وروستي بریدونه په افغانستان کې د یوې اندېښمنوونکې لړۍ نښه ده.
پرون د جمعې له لمانځه وروسته د کابل ښار په سه راهي علاءالدین سیمه کې د خلیف صاحب په جومات کې چاودنه وشوه چې له امله یې لسګونو خلکو ته مرګ ژوبله واوښته.
په افغانستان د ملګرو ملتونو استازولۍ (یوناما) د یوې اعلامیې په خپرولو سره دغه برید غندلی دی.
دغه بنسټ زیاته کړې: «د خلیفه صاحب پر جومات برید د هغو بریدونو لړۍ ده چې له تبعیض پرته ملکي وګړي په مرکز او ولایتونو کې په نښه کېږي او مستقیماً د یاد بنسټ حد اقل دوه کارکوونکي او کورنۍ یې د برید پر مهال جومات کې وو، اغېزمن کړي دي.»
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي مټه نوډسن ویلي: «په داسې حال کې چې په ټول افغانستان کې مسلمانان د اختر لمانځلو لپاره چمتووالی نیسي، د عبادت په دغه ځای کې هيڅ د برید د غندنې لپاره د کومې کلمې کارونې وس نه لري.»
هغه زیاته کړه پر ملکي وګړو وروستي بریدونه، قومي او مذهبي اقلیتونه په نښه کول په افغانستان کې د یوې اندېښمنوونکي لړۍ نښه ده او دغه له بشردوستانه، نړیوال قوانینو سرغړونې دي چې باید فوري ودرول شي.
په همدې حال کې په کابل کې د ایران سفارت د یوه ټويټ په خپرولو سره د کابل دغه برید غندلی او زیاته کړې یې ده: «په کابل کې د خلیفه صاحب په جومات برید یو ځل بیا وښوده چې د افراطیت جریان د جنایتونو په ترسره کولو سره نه په سني او نه په شیعه رحم کوي، دغه سفارت د یادې پېښې د غندلو ترڅنګ هیله من دی چې د افغانستان حکومت له افراط، تروريزم سره د مبارزې په چارو کې او د دغه هېواد د خلکو د امنیت د ټينګښت لپاره کامیاب شي.»
د هېواد د بهرنیو چارو پخواني وزیر حنیف اتمر هم ویلي: «د کابل په خانقاه کې بې رحمه تروریستانو زموږ د لسګونو لمونځ کوونکو هېوادوالو په وژلو سره دغه مبارکه میاشت د هېواد لپاره په خونین ترینه میاشت بدله کړه دغه نه بښوونکی عمل په کلکو ټکو غندم.»
له بلې خوا د عامې روغتیا وزارت د ویاند جاوېد هژیر په خبره، د تېرې ورځې د برید له امله ۵ مړي او ۵۸ ټپیان درېیو روغتونونو (استقلال، صدري او بېړنۍ ابن سینا) ته وروړل شوي دي.
د کابل امنیې قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ د یادې پېښې د ۱۰ کسانو وژل کېدو او ۳۰ نورو ټپي کېدو خبر تاییدوي.
Views: 13
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن