کابل (پژواک، ۱۰ غویی ۱۴۰۱) : سرپرست حکومت وایي چې ازبیکستان د کوچني اختر په مناسبت له افغانستان سره د څلور زره ټنه خوراکي توکو مرسته وکړه.
د سرپرست حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د غویي په ۱۰مه، پخپل ټویټر پاڼه کې لیکلي، دغه مرسته د ازبیکستان ولسمشر شوکت میرزایوف په ځانګړې لارښونه شوې ده.
هغه زیاته کړې چې په دې مرسته کې اوړه، غوړي، غنم، البسه، درمل، واکسین او نور اړین توکي شامل دي چې د هغه هېواد د ولسمشر ځانګړي استازي لخوا د افغانستان سرپرست حکومت ته وسپارل شوه.
Views: 138
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP