ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ازبیکستان افغانستان سره د څلور زره ټنو خوراکي توکو مرسته وکړه

ازبیکستان افغانستان سره د څلور زره ټنو خوراکي توکو مرسته وکړه

author avatar
30 Apr 2022 - 21:20
ازبیکستان افغانستان سره د څلور زره ټنو خوراکي توکو مرسته وکړه
author avatar
30 Apr 2022 - 21:20

کابل (پژواک، ۱۰ غویی ۱۴۰۱) : سرپرست حکومت وایي چې ازبیکستان د کوچني اختر په مناسبت له افغانستان سره د څلور زره ټنه خوراکي توکو مرسته وکړه.

د سرپرست حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د غویي په ۱۰مه، پخپل ټویټر پاڼه کې لیکلي، دغه مرسته د ازبیکستان ولسمشر شوکت میرزایوف په ځانګړې لارښونه شوې ده.

هغه زیاته کړې چې په دې مرسته کې  اوړه، غوړي، غنم، البسه، درمل، واکسین او نور  اړین توکي شامل دي چې د هغه هېواد د ولسمشر ځانګړي استازي لخوا د افغانستان سرپرست حکومت ته وسپارل شوه.

مجاهد لیکلي : “اسلامي امارت د نوموړي هېواد د سخاوتمندانه مرستو له امله د هغه هېواد له ولسمشر او وګړو څخه د زړه له تله مننه کوي. د ازبیکستان او افغانستان ترمنځ دوستانه اړیکې د دواړو هېوادونو د خلکو او حکومتونو په ګټه او د ستایلو وړ دي.”

Visits: 138

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.