کابل (پژواک، ۱۱ غویی ۱۴۰۱) : د پاکستان حکومت په رسمي توګه سه شنبه کوچنی اختر اعلان کړی، خو وزیرستان کې یکشنبه او پښتونخوا کې دوشنبه اختر کیږي.
د پاکستان د میاشتې د لیدلو کمیسیون ( هلال کمیټي) نن د غویي په ۱۱مه، د شپې ناوخته اعلان کړ، چې د پاکستان په هیڅ سیمه کې د شوال میاشت ونه لیدل شوه، ځکه دوشنبه د رمضان ۳۰مه او سه شنبه به د شوال د میاشتې لومړۍ ورځ وي.
بلخوا د خیبر پښتونخوا ایالت د میاشتې د لیدلو ایالتي کمیسیون اعلان کړی چې دوی ته د میاشتې د لیدلو ګواهان راغلي وو او دوشنبه به د کوچني اختر لومړۍ ورځ وي.
دغه راز په وزیرستان کې ځایي علماوو یکشنبه د اختر اعلان کړی او نن هلته د اختر لمونځونه شوي دي.
دا په داسې حال کې چې افغانستان کې هم یکشنبه اختر و، خو د سعودي په ګډون په ډېرو نورو هېوادونو کې دوشنبې اختر اعلان کړی.
Views: 1684
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن