Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

“افغان خبریالان باید له ګواښونو پرته کار وکړي”

[restrict paid="true"]

کابل (پژواک، ۱۳غویی ١٤٠١): د بښنې نړیوال سازمان وايي، په افغانستان کې خبریالان او ملاتړي بنسټونه یې بايد له ویرې او ګواښ پرته فعالیت وکړي.

یاد سازمان دغه څرګندونې نن د مطبوعاتو ازادۍ نړیوالې ورځې (مۍ ۳مه) په مناسبت په خپلې ټویټرپاڼه کې کړې دي.

د بښنې نړیوال سازمان لیکلي چې په افغانستان کې د نوي سرپرست حکومت له جوړېدو وروسته رسنۍ د پاشل کېدو په حال کې دي.

سرچینې زیاته کړې، رسنیو ته باید اجازه ورکړل شي چې په افغانستان کې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي او ازادانه فعالیت وکړي.

د سرچینې د معلوماتو پربنسټ، په تېرو اتو میاشتو کې لږ تر لږه ۶۴۰۰ خبریالانو او د رسنیو کار کوونکو خپلې دندې له لاسه ورکړې او ۲۳۱ انځوریزې، غږیزې او چاپي رسنۍ بندې شوې دي.

دغه راز سرچینې دا هم لیکلي چې په یاده موده کې ۸۰ خبریالان او د رسنیو کار کوونکي نیول شوي او له تاوتریخوالي سره مخ شوي دي.

د يادو څرګندونو په اړه حکومتي مسوولينو تر اوسه څه نه دي ويلي.

[/restrict]

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.