ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حقاني: د نجونو ښوونځي به په نږدې راتلونکي کې پرانيستل شي

حقاني: د نجونو ښوونځي به په نږدې راتلونکي کې پرانيستل شي

author avatar
4 May 2022 - 16:57
حقاني: د نجونو ښوونځي به په نږدې راتلونکي کې پرانيستل شي
author avatar
4 May 2022 - 16:57

خوست ښار (پژواک، ۱۴ غويی ۱۴۰۱): د اسلامي امارت د قطر دفتر غړی انس حقاني وايي، په نږدې راتلونکي کې به د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې پرانیستل شي.

هغه دا څرګندونې نن په خوست ولایت کې د ځوانانو یوې غونډې ته وکړې.

نوموړي وويل، حکومتي چارواکي هیڅکله د هغه څه خنډ کېدای نه شي چې په اسلام او شريعت کې منع شوي نه وي.

حقاني زیاته کړه، په ډاډ سره ويلی شي چې په نږدې راتلونکي کې به په ټول هېواد کې د نجونو پرمخ د ښوونځيو دروازې خلاصې شي او هغوی به په عادي ډول خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.

هغه وویل: “څوک بايد دا فکر ونه کړي چې يو مشروع کار به د اسلامي نظام له طرفه بندېږي، يا د ولس خوېندې او لوڼې چې د ولس په درد خوري، د ولس د دردونو لپاره تربيه حاصلوي، هغه به له دې برخې نه محروميږي، دا تشويش بايد څوک ونه کړي.”

نوموړي همداراز غونډې ته په خبرو کې وويل چې افغانان سوله او امن خوښوونکي خلک دي؛ خو هر وخت دوی د پرديو د تيري له امله جنګ ته اړ کړل شوي دي.

هغه وويل، پردي تل کوښښ کوي چې د افغانانو په زړونو کې د غچ اخيستنې فکر وروزي؛ خو دی له خلکو غواړي چې له يو بل سره د کرکې او نفرت پر ځای ملي يووالي ته کار وکړي.

هغه زياته کړه: “زموږ او ستاسو په لاسته راوړنو او خوشحاليو باندې غرب غواړي، دنيا غواړي، هغه مغرضې کړۍ غواړي چې د خلکو په سترګو کې خاورې واچوي. دا زموږ او ستاسو له خوشحاليو سره علني جګړه روانه ده.”

ده وویل چې د افغانانو د يووالي او ورورګلوۍ پرضد ښکاره جګړه روانه ده.

هغه دغه راز وويل: “زموږ ستاسو ورورلۍ سره د تفرقې هڅې روانې دي. موږ او تاسې بايد لوړ اهداف وټاکو چې هغه ملي وحدت دی.”

انس حقاني له مسوولینو په ځانګړي ډول له امنيتي ځواکونو غوښتنه وکړه چې له عامو خلکو سره له ناسم چلنده ډډه وکړي او پر ځان يې راټول کړي؛ خو په ورته وخت کې يې له خلکو هم د همکارۍ غوښتنه وکړه.

Views: 641

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.