ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هلمند او سرپل جلا جلا پېښو کې څلورو تنو ژوند له لاسه ورکړی

د هلمند او سرپل جلا جلا پېښو کې څلورو تنو ژوند له لاسه ورکړی

لښکرګاه، سرپل (پژواک، ۱۷ غویی ۱۴۰۱) : د هلمند او سرپل ولایتونو په جلا جلا امنیتي پېښو کې څلورو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د هلمند سيمه ییز مسوولین وایي، چې د دغه ولایت په نادعلي او مارجې ولسوالیو کې درې تنه وژل شوي او یوه ښځه ټپي شوې ده.

ددې ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست مرستیال مولوي محمد قاسم ریاض پژواک خبري اژانس ته وویل چې په مارجې ولسوالۍ کي دشمس الله په نوم یو کس ځان وژنه کړې.

هغه زیاتوي چې دغه راز د نادعلي ولسوالۍ د چانجیر په حوزه کې د صلاح الدین په نامه یو تن د تمانچې د پاکولو پر مهال ترې ډز شوی او پخپله وژل شوی دی.

مولوي ریاض وایي، د ناد علي ولسوالۍ د چاه میرزا په حوزه کې د واده په مراسمو کې د خوښۍ ډزو کې یوه ښځه ټپي شوې ده.

ده وویل، د باباجي د سپین مسجد په ساحه کې د بشیراحمد په نامه یو ځوان د ګازو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی.

د یو بل خبر له مخې په سرپل ولایت کې د یوه ۶۰ کلن سپین ږیري مړی موندل شوی دی.

ددې ولایت د امنیه قوماندانۍ د مطبوعاتو امر دین محمد نظري پژوا ک ته وویل چې دغه جسد د چهارقل له سیمې موندل شوی دی .

د هغه کورنۍ ویلي چې نوموړي رواني ناروغي لرله او له یوه غره راغورځیدلی دی.

Views: 256

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.