جلال اباد (پژواک، ۱۷ غويی ۱۴۰۱): د ننګرهار په چپرهار ولسوالۍ کې د يوه کور د خونې چت لوېدو پېښه کې ۸ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
دا پېښه تېره شپه د یادې ولسوالۍ په غزو سيمه کې شوې ده.
د چپرهار ولسوالۍ امنيه قوماندان مولوي بدرالدين د غويي په ۱۷مه پژواک اژانس ته وويل چې د دې ولسوالۍ په غزو سيمه کې تېره شپه د يوې غريبې کورنۍ د خونې چت لوېدلی دی.
هغه وايي، په پېښه کې د دې کورنۍ اتو غړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، د ناصرخان د کور چت لوېدو پېښه کې دوه نجونې او دوه ښځې مړې شوې، دوه نجونې، يوه ښځه او يو ماشوم ټپيان شوي دي.
دی وايي چې سيمې ته يې امنيتي کسان د مرستې لپاره لېږلي، ټپيان روغتون ته لېږدول شوي او د کلي خلکو ته د مړو د تدفين سپارښتنه شوې ده.
د سيمې يوه اوسېدونکي مجيب الرحمن مومند پژواک اژانس ته وويل چې پېښه په يوې غريبې کورنۍ کې شوې ده.
هغه زياته کړه چې د کور چت له ډېر وخت راهیسې خراب و خو کورنۍ يې د جوړولو توان نه درلود ځکه له دې پېښې سره مخ شول.
د يادونې ده، له دې مخکې هم په کراتو ورته پېښې په ننګرهار کې شوې دي.
Views: 57