ګردېز (پژواک، ١٧ غويى ۱۴۰۱): د پکتيا ولایت په مرکز او شاوخوا ولسواليو کې له ۳۴۵ بزګرانو سره نغدي مرسته وشوه.
د پکتيا د کرنې او مالدارۍ رييس عبدالرووف سعيد پژواک خبري اژانس ته وويل: ((نن ورځ مو له ۳۴۵ هغو بزګرانو سره چې په خپلو سيمو کې د کرنې او مالدارۍ په برخه کې ډير فعال وو او اقتصادي وضعيت يې هم ښه نه و، د نغدو پېسو مرسته وکړه.))
نوموړي وويل، هر يوه بزګر ته ۱۲۱۱۰ افغانۍ ورکړل شوې؛ څو دغه پيسې د کرنې په برخه کې پر ځینو کاري فرصتونو ولګوي.
سعيد وويل چې دغه مرسته د «پاملرنې» موسسې له خوا شوې او هڅه روانه ده څو د نورو سيمو له کروندګرو سره هم ورته مرستې وشي.
د پکتیا دغه بزګران د يادې مرستې په ترلاسه کولو خوښ دي.
د دوى له ډلې بخت الله پژواک ته وويل: ((دا چې نن ورځ له مونږ سره يوه اندازه د نغدو پيسو مرسته وشوه، مونږ مننه کوو او دا مرسته د بزګرانو په چارو کې ګټوره تمامېدلای شي.))
نوموړي وويل، بزګران د کروندې په وخت کې تخنيکې او کرنیزو توکو ته اړتيا لري؛ څو دوی کولای شي د دا ډول مرستو په ترلاسه کولو سره دا وسایل پخپله وپېري.
د يادونې ده، تر دې وړاندې هم په پکتيا کې له يو شمېر بزګرانو سره د تخنيکي او کرنیزو وسايلو مرسته شوې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP