اسعداباد (پژواک، ۱۷ غویی ۱۴۰۱): د کونړ د پېښو پر وړاندې د مبارزې او چمتووالي ادارې مسوولین وایي، وروستيو ورښتونو په دغه ولايت کې ١٠٨ کورونه ويجاړ کړي، ١٢٠ جريبه کرنيزه ځمکه يې له منځه وړې او يو کس يې ټپي کړى دى.
د یادې ادارې د زیانونو د ارزونې مدیر احسان الله پژواک ته وویل چې وروستیو پرله پسې ورښتونو او سېلابونو په بېلابېلو سیمو کې د کورونو او کروندو ترڅنګ ٣،٥ کيلومټره سړکونه هم ویجاړ کړي دي .
هغه وایي، د سروې او پلټنې ټیمونه سیمو ته استول شوي، څو د زيانونو کره شمېره ترلاسه کړي.
نوموړی زياتوي: ((د لومړنیو معلوماتو له مخې په اسمار، شلتن، شیګل، مروره، سرکاڼو، نرنګ، نورګل، وټه پور، پیچ درې او څوکۍ ولسوالیو کې د سېلابونو او ورښتونو له امله ١٠٨ کورونه وران شوي، ۱۴ څاروي تلف شوي او ۱۲۰ جریبه کرنیزه ځمکه هم تخریب شوې ده.))
هغه وايي چې د سروې ټيمونو له پلټنې وروسته به له زيانمنو کورنيو سره مرستې وشي.
دغه راز د مرورې ولسوالۍ بر چینې کلي اوسېدونکي رحمت الله پژواک ته وویل چې د ورښتونو له امله یې د کور درې خونې ويجاړې شوې او څلور څاروي يې هم تلف شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې تېره اوونۍ د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د سختو بارانونو او سېلابونو اټکل کړی وو.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP