Language

هلمند کې د خلکو خپلمنځي شخړې؛ نهو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

لښکرګاه (پژواک، ١٨ غويی ١٤٠١): د هلمند حکومتي مسوولين وايي چې په څلورو ولسواليو کې د خلکو ترمنځ شخړو له امله دوه کسان مړه شوي او اووه نور ټپيان دي.

د هلمند د اطلاعاتو او کلتور ریاست مرستیال مولوي محمد قاسم ریاض پژواک خبري اژانس ته وویل چې تېره ورځ په مارجې، ناوې، نادعلي او باباجي ولسوالیو کې د خلکو ترمنځ شخړې شوې دي.

هغه وايي چې په دې شخړو کې دوه کسان مړه شوي او اووه نور ټپيان دي.

دى زياتوي چې د يادو پېښو په تړاو ځيني کسان د امنيتي ځواکونو له لوري نيول شوي دي.

login or register a new account.

Related Topics