لښکرګاه (پژواک، ١٨ غويی ١٤٠١): د هلمند حکومتي مسوولين وايي چې په څلورو ولسواليو کې د خلکو ترمنځ شخړو له امله دوه کسان مړه شوي او اووه نور ټپيان دي.
د هلمند د اطلاعاتو او کلتور ریاست مرستیال مولوي محمد قاسم ریاض پژواک خبري اژانس ته وویل چې تېره ورځ په مارجې، ناوې، نادعلي او باباجي ولسوالیو کې د خلکو ترمنځ شخړې شوې دي.
هغه وايي چې په دې شخړو کې دوه کسان مړه شوي او اووه نور ټپيان دي.
دى زياتوي چې د يادو پېښو په تړاو ځيني کسان د امنيتي ځواکونو له لوري نيول شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې مخکې هم په هلمند کې د اوبو پر سر شخړه کې پنځو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه .
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










