ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غزني کې یوه سوداګر له یوه لومړني ښوونځي سره د خېمو او درسي توکو مرسته وکړه

غزني کې یوه سوداګر له یوه لومړني ښوونځي سره د خېمو او درسي توکو مرسته وکړه

author avatar
9 May 2022 - 18:09
غزني کې یوه سوداګر له یوه لومړني ښوونځي سره د خېمو او درسي توکو مرسته وکړه
author avatar
9 May 2022 - 18:09

غزني (پژواک، ۱۹ غویی ۱۴۰۱): په غزني کې یوه سوداګر د نجونو او هلکانو له یوه لومړني دولتي ښوونځي سره د خېمو، درسي توکو او قرطاسیې مرسته وکړه.

د نازو انا په نوم د هلکانو او نجونو دغه لومړنی ښوونځی د اندړو ولسوالۍ د ګدام دارانو په سیمه کې له تېرو شاوخوا اتو کلونو راهیسې فعالیت لري چې د شپږو- اوو کلیو لسګونه هلکان او نجونې په کې زده کړې کوي.

دغه دولتي ښوونځی خپله ودانۍ نه لري او د رسمي ښوونکو د کمښت له امله یې د تدریس چارې د سیمې د اوسېدونکو له خوا په رضاکارانه ډول پر مخ وړل کېږي.

د غزني یوه سوداګر سیداحمد جلالزي چې له دغه ښوونځي سره یې یاده مرسته کړې، پژواک خبري اژانس ته وویل، د دغه ښوونځي له ناسم وضعیته خبر شو او د خپل توان په اندازه یې مرسته وکړه.

هغه زیاته کړه، له دغه ښوونځي سره یې د خېمو، درسي توکو او قرطاسیې مرسته کړې څو د زده کړو په برخه کې د زده کوونکو اړتیاوې یو څه پوره شي او مناسب چاپېریال کې زده کړې وکړي.

دی وايي، غواړي د روان ښوونیز کال تر پایه په څو پړاوونو کې له دغه ښوونځي سره مرسته وکړي.

ده له نورو شتمنو هم وغوښتل چې له دغه ښوونځي سره مرسته وکړي، ترڅنګ یې پر حکومت غږ وکړ چې د دغه ښوونځي لپاره د ودانۍ، مسلکي ښوونکو او درسي کتابونو غم وخوري.

خلک د یاد سواګر له مرستې مننه کوي او وايي، په لومړي ځل له دغه ښوونځي سره د خېمو، درسي توکو او قرطاسیې مرسته وشوه.

د سیمې یوه اوسېدونکي محمد عارف لېوال پژواک ته وویل، ښوونځي ته درې خېمې ورکړل شوې چې زده کوونکي به په کې درس وايي، تر دې وړاندې زده کوونکي اړ وو تر شنه اسمان لاندې زده کړې وکړي.

دی وايي، یاد ښوونځی ودانۍ نه لري، دولت او نورې مرستندویه ټولنې باید د دغه ښوونځي د ودانۍ د نشتوالي ستونزه حل کړي.

بلخوا زده کوونکي هم خوښ دي چې ورسره د خېمو او قرطاسیې مرسته شوې ده.

مروا د دغه ښوونځي په درېيم ټولګي کې زده کړې کوي، وايي پخوا یې تر ونو لاندې زده کړې کولې خو د خېمو په ترلاسه کولو دا ستونزه حل شوه.

دا هم وايي چې ښوونځی یې ودانۍ نه لري او باید ودانۍ ورته جوړه شي څو د نورو زده کوونکو په څېر دوی هم په مناسب چاپېریال کې زده کړې وکړي.

د یادونې ده، په نازو انا لومړني ښوونځي کې تر ۱۰۰ ډېر هلکان او نجونې زده کړې کوي او د سیمې اوسېدونکي یې لوړو ټولګیو ته د ارتقا غوښتنه هم کوي.

Visits: 150

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.