کابل (پژواک، ۲۰ غویی ۱۴۰۱): د برېښنا شرکت ویاند وایي، په سوېلي سالنګ کې د برېښنا یوه ویجاړه شوې پایه بېرته ورغول شوه او پر دویمې یې کار پیل شوی دی.
د راپور له مخې، دغه شرکت د روان کال دغویي په ۱۰مه ويلي و چې د وارداتي برېښنا دوه پایې د سویلي سالنګ په تاخمه سیمه کې په بمونو الوزولو ویجاړې شوې دي.
د برېښنا شرکت ویاند حکمت الله میوندي پژواک خبري اژانس ته وویل، په سویلي سالنګ کې د برېښنا دوه پایې چې د ناپېژنده کسانو له خوا په بمونو الوزول شوې وې، د یوې پایې د بیارغولو چارې یې نن (د غویي په ۲۰مه) بشپړې شوې.
هغه زياته کړه چې د هېواد له پنځو ولايتونو څخه پنځه تخنيکي ډلې سيمې ته رسېدلي او توانېدلي چې یوه ويجاړه شوې پایه له ځنډ پرته ورغوي.
Views: 8
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن