جلال اباد (پژواک، ۲۰ غويی ۱۴۰۱): د ننګرهار د برېښنا رياست وايي، د دغه ولايت د درونټې برېښناکوټ درېيم توربين چې له تېرو ۴۲ ورځو راهیسې يې د اساسي ترميم کارونو دوام درلود، جوړ او نن ګټې اخیستني ته وسپارل شو.
چارواکي وايي، د دغه توربين له ترميم سره د درونټې برېښناکوټ د توليد ظرفيت له شپږ څخه ۱۱ اعشاريه ۸۵ مېګا واټو ته لوړ شو.
د ننګرهار د برېښنا رييس مولوي جان محمد انقلابي نن (د غويي ۲۰مه) پژواک اژانس ته وويل، د درونټې برېښناکوټ درېيم توربين چې له تېرو ۴۲ ورځو راهیسې يې د اساسي ترميم چارې روانې وې، نن تر پرانیستې وروسته ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.
د برېښنا رييس د درونټې برېښناکوټ توليدي برېښنا ډېره مهمه وبلله او ويې ويل، دا برېښناکوټ په ختيځ زون کې تر ټولو لوی او د هېواد په کچه د مهمو برېښناکوټونو له ډلې دی چې په عادي او اضطراري دواړو حالتونو کې د ننګرهار اوسېدونکو ته برېښنا برابروي.
د برېښنا رييس ټینګار وکړ چې د برېښناکوټ درې واړه توربينونه بايد په پرلهپسې توګه چېک، کنټرول، وخت ناوخت ترميم او په هر ډول حالاتو کې فعال وساتل شي.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، د درونټې برېښناکوټ درې واړو توربينونو به پخوا په عادي حالت کې په اعظمي توګه ۱۱ اعشاريه ۸۵ مېګاواټه برېښنا توليدوله، خو دا چې له څه مودې راهيسې يې په درېيم توربين کې تخنيکي عوارض رامنځته شوي وو، د برېښناکوټ د توليد کچه ۶ مېګاواټو ته راټيټه شوې وه.
دی وايي، د برېښنا د درېيم توربين له فعالېدو سره سم د درونټې برېښناکوټ د توليد کچه بېرته نږدې ۱۲ مېګاواټو ته پورته شوه چې د جلال اباد ښاريانو د برېښنا د ستونزې په حل کې به ګټور تمام شي.
د جلال اباد ښاريان د دغه نوي برېښنا توربين له بيارغونې خوښ دي.
د جلال اباد د پنځمې ناحيې اړوند د کابل هډې سيمې يوه اوسېدونکي عزيز احمد پژواک ته وويل چې جلال اباد ښار په دوبي کې ډېر ګرم وي او ډېرې برېښنا ته اړتيا ليدل کېږي چې د دغه توربين رغونې سره به د برېښنا شته ستونزه حل شي.
د يادولو ده چې د درونټې برېښناکوټ او بند په ۱۳۴۳ لمریز کال کې د جلال اباد ښار د هغه وخت د نفوسو د برېښنا اړتيا ته په کتو جوړ شوی؛ خو اوس دغه برېښنا ښار ته بسنه نه کوي او د نغلو له ورغلې برېښنا هم ګټه اخېستل کېږي.