ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د غور خلک په دغه ولایت کې د لمریزې برېښنا پروژې د کار بېرته پیل غواړي

د غور خلک په دغه ولایت کې د لمریزې برېښنا پروژې د کار بېرته پیل غواړي

author avatar
10 May 2022 - 17:50
د غور خلک په دغه ولایت کې د لمریزې برېښنا پروژې د کار بېرته پیل غواړي
author avatar
10 May 2022 - 17:50

فېروزکوه (پژواک، ۲۰ غویی ۱۴۰۰): د غور اوسېدونکي له حکومته د فېروزکوه لمریزې برېښنا د نیمګړې پاتې پروژې- چې د مخکني حکومت له خوا یې کار پیل شوی و- د بشړېدو غوښتنه کوي.

د فېروزکوه ښار د لمریزې برېښنا شبکې جوړولو چارې شاوخوا لس کاله مخکې پیل شوې وې خو د حکومت د نه پاملرنې له امله بشپړه نه‌شوه.

د فېروزکوه یوه اوسېدونکي غلام حیدر پژواک خبري اژانس ته وویل، شاوخوا لس کاله مخکې د دې پروژې چارې پیل شوې او لا هم نه‌دي بشپړې شوې.

هغه زیاته کړه: “زموږ غوښتنه له تېر حکومته دا وه چې د سولري برېښنا پروژې کار بشپړ کړي، څو موږ له برېښنا برخمن شو، له بده مرغه هيڅ کار ونه ‌شو او دغه پروژه چې لږ کار یې شوی و، د حکومت د نه پاملرنې له امله یې کار په ټپه ودرېد او ښاوخوا لس کاله کېږي چې څوک یې یادونه نه ‌کوي.”

په همدې حال کې د غور یو بل اوسېدونکی محمد نادر جمشیدي پر تېر حکومت نیوکه کوي او وایي چې څو ځلې د غور اوسېدونکو د دې پروژې د بیا پیل غوښتنه وکړه خو ورته  پاملرنه ونه شوه.

هغه زیاته کړه: “… موږ څو ځلې اعتراض وکړ خو هیڅ کار ونه شو، تل یې د دروغو ژمنې موږ ته راکړې، د غني حکومت څو ځلې ژمنه وکړه او د پنځه ميګاواټه سولري برېښنا چارې یې  پیل کړې خو له بده مرغه څه موده وروسته بند شو او لا یې هم کار بند دی.”

په همدې حال کې د غور یو بل اوسېدونکی عبدالغفار نوري هم وایي، هغوی دا مهال یوازې د شپې له خوا دولتي برېښنا لري چې له ډېرو ستونزو سره مخ  دي.

هغه پژواک ته وویل: “یوازې د شپې له خوا موږ د دولتي ډیزلي جنراتورونو له برېښنا کار اخلو چې د هر کیلوواټ بیه یې ډېره لوړه ده او زموږ لپاره ګران تمامېږي.”

د هغه په وینا، د ډیزلي برېښنا د هر یو کیلوواټ پر سر ۳۰ افغانۍ ورکوي، خو د هغو کورنیو لپاره سخته ده چې ناسم اقتصادي وضعیت کې دي.

د غور دغه اوسېدونکي د اوسني حکومت له مسوولینو غواړي څو د سولري برېښنا پروژې چارې د بیا پیل لپاره اقدام وکړي.

خو د غور سیمه‌ییز چارواکي وایي چې د دغه ولایت رهبري تل د پرمختیایي پروژو تطبیق لپاره هڅه کړې ده.

د غور د والي ویاند مولوي عبدالواحد حماس پژواک خبري اژانس ته وویل: «اسلامي امارت په دې هڅه کې دی چې په غور کې د اوبو برېښنا بند جوړ کړي او د غور والي او د برېښنا وزیر په یوه کتنه کې پر دې هوکړه وشوه چې په غور ولایت کې د برېښنا بند جوړ شي څو د دغه ولایت ښار او ولسوالیو ته برېښنا ورسوي.»

نوموړي په دې اړه د جزئیاتو له ورکولو ډډه وکړه.

Views: 10

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.